د لاس رسي وړ اتصالات

سویلي ولایتونو کې به جوماتونو کې د پولیو کمپاین تطبیق کیږي - چارواکي


آرشیف
آرشیف

روغتیایي چارواکي ټینګار کوي چې په سویلي ولایتونو کې به د ځینو لاملونو له امله د کور په کور واکسین د کړنلارې په ځای به د جومات په جومات واکسین کړنلاره پلې شي.

ټاکل شوې وه چې په ټول افغانستان کې به د نومبر په اتمه (لړم ۱۷) نیټه کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي، خو په سویل کې د طالبانو د حکومت روغتیایي چارواکو په جوماتونو کې د واکسین د تطبیق سپارښتنه کړې.

په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وایي چې د دوی مشرتابه پریکړه کړې چې ماشومانو ته دې په جوماتونو کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

داکټر سلطاني امریکا غږ ته وویل: "موږ هم باید د نومبر په اتمه نیټه کور په کور کمپاین پيل کړی وای، خو د عامې‌ روغتیا وزارت د رسمي مکتوب پر بنسټ باید دغه کمپاین په جوماتونو کې ترسره کړو."

نوموړي یادونه وکړه چې معمولاً د جوماتونو ملا امامانو ته د اړوندو کلیو د کورونو او ماشومانو کره شمیر معلوم وي او په همدې دلیل کولی شي په کمپاینونو کې له موږ سره مرسته وکړي.

ښاغلی سلطاني زیاته کړه، د ښځینه واکسیناتورانو د نشتون له امله هم د جومات په جومات کمپاین کړنلاره اغیزمنه ده، ځکه له یوه پلوه په دې ډول کمپاین کې ښځينه کارکوونکو ته اړتیا نه لیدل کیږي او له بل لوري نارینه کولی شي په آسانۍ سره خپل ماشومان تر جوماته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د واکسیناسیون په پروګرام کې په زرګونو ښځینه کارکوونکو دنده تر سره کوله، خو په هیواد کې د سیاسي بدلون وروسته د نورو برخو په څیر په یاد پروګرام کې هم د ښځینه کارکوونکو څرک نه لګیږي.

په پام کې ده چې په سویلي ولایتونو کې ۱.۵ ميلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي، چې شاو خوا یو میلیون یې له تیرو درې کلونو را په دې خوا ندي واکسین شوي.

د روغتیایي چارواکو په وینا د کابل په ګډون د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې کور په کور واکسین پيل شوی، خو د بیلابیلو لاملونو له کبله په نورو ولایتونو کې لا تر اوسه واکسین ندی پیل شوی.

د پوليو سره د مبارزې نړیوالو مرستندویه بنسټونو له دې کبله د پولیو ضد واکسین د عمومي کمپاین د نیټې له اعلان څخه پراخ هرکلی وکړ چې په ترڅ کې به یې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته په ډاډمنه توګه د واکسین څاڅکي ورسیږي.

روغتیايي متخصصین وایي چې لا تر اوسه هم په چاپيریال کې د پولیو ویروس شتون لري او ماشومان د ګوزڼ یا مړینې له ګواښ سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG