د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه د لرې‌ پرتو سیمو خلک د ګوزڼ واکسین د تطبیق غوښتنه کوي


آرشیف
آرشیف

د فراه ولایت روغتیایي مسؤولین وايي چې یو شمیر لرې پرتو ولسوالیو کې ګڼ شمیر ماشومان د بیلابیلو ننګونو له امله د ګوزڼ یا پوليو له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي.

روغتیا پالان د یادې ناروغۍ له بیا خپرېدو څخه سر ټکوي او د ستونزو د حل لپاره د خلکو د ملتیا غوښتنه کوي.

د دغه ولایت روغتیایي چارواکي، مدني فعالین او ولسونه تینګار کوي چې په لري‌ پرتو سیمو کې ډیرو ماشومانو ته واکسین نه دی تطبیق شوی او خلک د ګوزڼ ناروغۍ ساري‌ او مرګونيو پایلو ته په کتو سره، سخت انديښمن دي.

محمد صادق سعدي، د فراه ولایت مدني فعال امریکا غږ ته وویل: "... که چیرې‌ زموږ ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې شي، له امله به یي د ګوزڼ ناروغۍ په پیښو کې زیاتوالی راشي او مرګوني‌ پایله به له ځانه سره ولري."

د فراه ولایت عادي اوسیدونکي هم د نوموړې ستونزې د چټک حل غوښتنه کوي او تینګار کوي چې اړوند چارواکي باید ژر تر ژره له پنځو کاله کم عمر لرونکو ماشومانو ته د اړتیا وړ واکسین چمتو کړي.

د دغه ولایت یو تن اوسیدونکی ښاغلی محمد عاطف شیرزاد وایي: "... په ډیری ولسوالیو کې واکسین نه دی تطبیق شوی. له روغتیایي چارواکو څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د ګوزڼ ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او پرته له ځند څخه یادو سیمو ته واکسین ولیږدوي."

د نوموړي په وینا، مسؤول چارواکي باید ټولو له پنځو کاله کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، ځکه دا یوه ساري‌ ناروغي ده او ماشومان د فلج یا مړینې له ګواښ سره مخ کوي.

همداراز روغتیایي چارواکي له امنیتي او ټولنیزو ستونزو څخه د واکسین د نه تطبیق د لامل په توګه یادونه کوي او د حل لپاره یې د واکسین د کمپاین پر پلي کیدو ټینګار کوي.

واحد خان وحیدي، د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر هم یاده ستونزه جدي‌ بولي‌ او په دې برخه کې د کورنیو، ولسونو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د ملتیا غوښتنه کوي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د احتمالي پيښو په تړاو په داسې حال کې انديښنې راپورته شوي، چې تیر کال هم د امنیتي او بیلابیلو ټولنیزو ستونزو او ننګونو له کبله د هیواد په یو شمیر سیمو کې د یادې ناروغۍ نوې پيښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG