د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ګوزڼ د پېښو د ډیردو اندېښنې زیاتې شوي


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار ولایت اوسيدونکي او روغتیا پالان د امنیتي او سیاسي وضعیت په بدلېدو او له اوږدې مودې راهیسې د پولیو واکسین د نه پلي کیدو له امله د پولیو د پېښو د زیاتېدو اندېښنه لري.

د روغتیا پالانو په وینا، د پولیو ناورغي ساري ده او که یې له وړاندې وقایه ونشي نو زیات شمېر کمکیان به پرې اخته شي.

ډاکټر حميد الله ننګیال، د کوچنیانو او داخله ناروغیو متخصص په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "... که چېرې د پولیو واکسین د ټاکلي مهالویش سره سم تطبیق نشي او کومه پېښه بغیر له پېژندنې پاتې شي نو په ډېرې چټکۍ سره به د هاغو سيمو د نورو ماشومانو تر منځ د ناروغۍ لامل وګرځي."

د ډاکټر حمیدالله ننیګیال په وینا پولیو نا علاجه ناروغي ده چې مخنیوی یې یوازې په وقایه ممکن دی خو وایې اخته شوی کسان په دایمي معلولیت باندې اخته کوي او د کورنۍ د نورو غړو د دروند بار لامل هم ګرځي.

د دې ولايت واکسیناتوران هم مني چې د امنیتي او سیاسي وضعیت له امله د اوږدې مودې راهیسې پدې ولایت کې د پولیو واکسینو د کمپاین له پاره له کوره نه دي وتلي.

عالیه احساس، د انګور باغ د ساحې د پولیو سوپروایزره او واکسیناتوره هم پر خپل مهال د پولیو د نه تطبیق له امله اندېښمنه ده.

میرمن احساس وایي چې د شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په کور ناسته ده او ساحو ته نه ده تللی او که حالت همدغسی دوام وکړي نو ماشومانو کې به د ګوزڼ پېښې زیاتې شي.

نوموړې له اړونده مسؤولینو غواړي چې د پولیو د واکسینو پروسه دې بېرته پیل شي تر څو د دغه ناروغۍ مخه ونیول شي.

والدین هم د پولیو واکسینو د نه تر سره کېدو له امله د خپلو ماشومانو ژوند ته اندېښنه لري او وایې چی له نږدې شپږو میاشتو راهیسې د پولیو کمپایني ډلې نه دي لیدلي او ماشومان یې بې واکسینو پاتې دي.

خواجه ګل، د ننګرهار اوسیدونکی او د څو ماشومانو پلار هم پدې هکله وايي، وروسته له هغې چې په جلال آباد ښار کې نامعلومه وسلوالو د پولیو پر کارکوونکو بریدونه وکړل چې په کې نارینه او ښځینه واکسیناتورانې ووژل شول نو ورسره سم په دغه ولایت کې د پولیو د تطبیق پروسه هم ځنډنۍ شوه او د سیاسي وضعیت د بدلون له امله لا هم نده پیل شوی.

XS
SM
MD
LG