د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو کمپاین لپاره شرایط په بشپړه توګه آماده دي


آرشیف
آرشیف

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي او عام خلک وایي چې د پولیو یا ګوزڼ د مخنیوي لپاره شرایط په بشپړه توګه آماده دي او په دې برخه کې کوم خنډ نشته.

د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، دوی دېته لېوال دي چې د ګوزڼ څخه د مخنیوي په موخه خپل تر پنځو کلو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د موسی خېلو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی خالد وسیم وایي، چې ګوزڼ د ماشومانو تلپاتې معلولوونکې ناروغي ده نو ځکه لېوالتیا لري چې خپل کوچني ماشومان هر څومره ژر چې امکان ولري واکسین کړي.

هغه وویل: "... د خوست ولایت موسی خېلو ولسوالۍ په بشپړه توګه د واکسین د تطبیق لپاره آماده ده نو موږ له موجوده چارواکو څخه هیله لرو چې په موسی خېلو ولسوالۍ او همدا شان په ټول خوست کې د واکسینو پروسه بیا پيل کړي."

نوموړي زیاته کړه چې اوس خلک پدې پوهیږي چې د ګوزڼ ضد واکسین د ماشومانو لپاره څومره ګټور ثابتیږي.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی محمد اکبر حیدري بیا وایی چې د نوموړي د کورنۍ شاوخوا شل ماشومان د پولیو واکسین لپاره آماده دي او د ځینو یې د واکسین پروسه په نیمه کې پاتې شوې چې اوس یې بیا پيل ته شیبې شماري.

هغه وویل‌‌‌‌‌‌‌: " زما خپله اته او تر ۱۴ تنو پورې مې د ورونو ماشومان دي او مونږ د دې ماشومانو د واکسین کولو شیبې شمارو خو څوک نشته چې دوی ته د واکسین د عملي کیدو پروسه ژر تر ژره پیل کړي. "

د حیدري په وینا، داسې ماشومان هم شته چې یو کلن دي، ځینې یې د اته او ځینې نور یې د څوارلسو میاشتو دي چې د واکسین پروګرام یې نیمايي پاتې دی؛ نو تاسې خپله فکر وکړئ چې د واکسین څخه د ماشومانو پاتې کیدل د هغوی د راتلوونکي څومره د ګواښ سره مخامخ کولای شی.

بل لورې ته د روغتیا ریاست چارواکي هم د بشپړ تیاري خبر ورکوي او په وینا یې چې د دوی ټول ټيمونه د خوست په ټولو سیمو کې بشپړ چمتووالی لري چې تر پنځو کلو کم عمره ماشومان واکسین کړي خو دې چارې د عملي کولو لپاره د مرکز امر ته په تمه دي.

دعامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمد دین محمدي وویل: " زموږ د عامې روغتیا وزارت او خوست کې د روغتیا ریاست ټول کارکوونکي دې ته چمتو دي چې کله د مرکز لخوا اجازه راکړل شي نو زموږ ټيمونه به د خوست په ټولو ولسوالیو کې د پولیو واکسین تطبیق کړي."

روغتیايي کار پوهان وایي، چې پولیو واکسین له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو ژوند له دایمي فلج ژغوري نو ځکه خو هره میاشت په مسلسله توګه د هېواد په ټولو سیمو کې ماشومانو ته تطبیقیږي چې په دې توګه د ماشومانو د دایمي فلج په مخنیوي کې یې رول په بشپړه توګه اغېزمن ثابت شوی دی.

XS
SM
MD
LG