د لاس رسي وړ اتصالات

علمي او ټولنیز بنسټونه د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې فعاله ونډه اخلي – فراه


په بلخ ولایت کې د پولیو واکسین د کمپاین پرمهال اخیستل شوی انځور
په بلخ ولایت کې د پولیو واکسین د کمپاین پرمهال اخیستل شوی انځور

د فراه ولایت ډاکټران وایي، د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې لپاره نه یواځې طبي تدابیر اړین دي، بلکې په کار ده چې علمي او ټولنیز بنسټونه هم په عامه پوهاوي کې برخه واخلي.

ډاکټر محمد هاشم صمیم، په فراه ولایت کې د ماشومانو د روغتیا متخصص له علمي بنسټونو غواړي چې د واکسین پر وړاندې د پرتو خنډونو په له منځه وړلو کې خپله ونډه ادا کړې.

ډاکټر صمیم امریکا غږ ته وویل: "د ګوزڼ مخنیوی، د روغتیایي کارکوونکو په ګډون د پوهنتون د استادانو، د ښوونځیو د ښوونکو، د کلیو د شوراګانو، د جوماتونو د ملا امامانو او نورو ټولنیز بنسټونو ګډ مسؤولیت دی."

د نوموړي په وینا، پولیو درملنه نه لري، او یاد بنسټونو باید د دې ناروغۍ د ګواښونو او د واکسین د ګټو په تړاو خلکو ته اړین معلومات ورکړي، تر څو هیڅ ماشوم د معلولیت په رنځ اخته نه شي.

په ورته مهال، د فراه د علمي مرکزونو مسؤولین هم ټینګار کوي چې د روغتیایي کارکوونکو تر څنګ علمي او ټولنیز بنسټونه مکلفیت لري چې هیوادوالو ته د پولیو ضد واکسین د ارزښت په هکله اړین معلومات ورکړي.

د لمر د روغتیایي علومو د مؤسسې رئیس، عصمت الله فیضي امریکا غږ ته وویل: " موږ خپلو محصلینو او کله نا کله د هغوی کورنیو ته د بیلابیلو ساري ناروغیو په تړاو د عامه پوهاوي ورکشاپونو په لاره اچوو."

ښاغلي فیضي یادونه وکړه چې دوی د پولیو ناروغۍ په تړاو محصلینو ته پروژې او استادانو ته څیړنې ورکوي، او سربیره پر دې له عام ولس سره روغتیایي پیغامونه او معلومات شریکوي.

همداراز، د ابونصر فراهي د پوهنتون رئیس، عبدالصمد وزیري وایي چی دا د استادانو او محصلینو مکلفیت دی چې په عامه پوهاوي کې برخه واخلي او کورنۍ وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي.

روغتیا پالان په دې باور دي چې له واکسین څخه د یو شمېر کورنیو انکار په سیمه کې د پولیو ویروس خپریدو ته زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG