د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د پولیو ویروس شتون


په غزني کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه
په غزني کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤولین وایي چې د طبي څېړنو له مخې ددې ولایت په چاپېریال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس شتون لري.

دوی اندېښنه ښيي چې ددې ویروس شتون د ماشومانو روغتیا ګواښی خو هڅه کوي چي تر هر ماشوم د ګوزڼ ضد واکسین ورسوي.

ډاکټر سهیل احمد احمدي، د هلمند د کتلوي معافیت آمر وايي، چې د طبي څېړنو په پایله کې پدې ولایت کې د پولیو ویروس شتون ثابت شوی او کچیرې تر هر ماشوم د ګوزڼ ضد واکسین ونه رسیږي، ښایي ګڼ شمېر ماشومان په دې ناروغۍ اخته شي.

دی زیاتوي چې لاهم دوی تر هر ماشومه د واکسین رسولو په برخه کې ټاکلي هدف ته ندي رسیدلي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "ه چاپېریال کې یو سمپل مثبت راغلی او زموږ هدف نهه لکه ماشومان دي. مونږ دې هدف ته هغه وخت رسیدلای شو چي کور پر کور کمپاین ستراتیژي پلې شي کومه چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره خوراارزښتناکه ستراتیژي ده."

په هلمند کې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوي چې روغتیایي مسؤولین یې د پولیو دویم ډول بولي.

په یاد ولایت کې ټول ۹۰۰ زره ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي خو ډېر شمېر یې له تېرو څلورو کالو راهیسې له واکسین څخه بې برخې پاتې دي.

په ورته وخت کې د هلمند یو شمېر اوسیدونکي وایي چې دوی هم د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندېښمن دي او چمتو دي چې د کمپاین پر مهال له روغتیایي ټیمونو سره مرسته وکړي.

عبدالستار، د هلمند اوسیدونکی داسې وایي: "موږ ته ډاکټرانو ویلي چې واکسین د ګوزڼ د ناروغې پر وړاندې د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي. موږ وینو چي په ګوزڼ اخته ماشومان د زیاتو ستونزو سره مخ دي او په ټولنه کې د نورو د اوږو بار وي."

د نوموړي په وینا اوس وخت کې واکسین جومات په جومات ترسره کیږي او که بېرته کور پر کور ترسره شي، دا به ډېره غوره لار وي.

په سویلي ولایتونو کې ۱.۵ میلیون ماشومان د واکسین هدف بلل کیږي چې لویه برخه یې د اوږدې مودې لپاره بې برخې پاتې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د ګوزڼ ناروغي یې د ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG