د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د پولیو واکسین رضاکاره کارکوونکي ګمارل کېږي


آرشیف
آرشیف

په ننګرهار کې ولایتي ادارې د پولیو واکسین پر وړاندې د روانې مبارزې چټکتیا او اغېزمنتیا لپاره نوي اقدامات کړي.

د دې ولایت ویاند عطا‌ء الله خوګیاڼی وایي چې والي ضیا‌ء الحق امرخېل سره بېلابېلو خلکو پر دې سلا کړې چې په خپلو سیمو کې به د پولیو په برخه کې په رضاکارانه ډول فعالیت کوي.

هغه وایي چې هره میاشت د سیمې یو شمېر مخور، سپین ږیري، ديني عالمان، ځوانان، مېرمنې او د مدني ټولنو استازي ولایتي ادارې سره د همغږۍ په موخه کوري او د پولیو پر وړاندې روانه مبارزه کې د همکارۍ ژمنې کوي.

د نوموړي په وینا دغه رضاکاران د پولیو واکسین په ترسراوي او عامه پوهاوي کې په خپلو میشت ځایونو کې فعالیت لري.

ښاغلي خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل: "د ننګرهار والي هره میاشت د همغږۍ میاشتنۍ غونډې لري. د دې غونډو پرمهال خلکو ته دنده ورکول کېږي چې د پولیو واکسین کارکوونکو سره په رضاکاره توګه د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي."

هغه زیاته کړه، رضاکاران د هغو کورنیو سره چې پر خپلو ماشومانو واکسین نه تطبیقوي، د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري کوي.

همدارنګه په ننګرهار کې د پولیو د برخې رضاکاران بیا وایي چې دوی د پولیو له ناروغۍ د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په موخه رضاکارانه فعالیت ته ملا تړلې او غواړي د خپلو ماشومانو راتلونکی وژغوري.

نصیر احمد، چې د ننګرهار یو اوسیدونکی دې، د ولایتي ادارې سره د پولیو پر وړاندې مبارزه کې د ونډې ژمنه کړې او غواړي چې په رضاکارانه ډول فعالیت وکړي.

هغه وایي: "غواړم پولیو له منځه یوسم، دا یوه خطرناکه ناروغي ده. موږ خپله سیمه کې رضاکاران یوو او واکسیناتورانو سره مرسته کوو."

جنت الله، چې د ننگرهار یو بل اوسېدونکی دی داسې وایی: "موږ د پولیو واکسین په اړه رضاکارانه کار کوو، د دې لپاره همکاري کوو چې ماشومان مو له واکسین څخه پاتې نه شي او له پولیو خوندي شي. واکسین ښه شی دی، باید ټول خلک همکاري وکړي."

ولایتي چارواکي وایي چې د دې اقدام د ترسره کولو لپاره یې زرګونو کسانو ته دنده ورکړې او تمه لري چې پایلې یې هم اغېزناکې وي.

XS
SM
MD
LG