د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام د ګوزڼ ضد واکسین سره هېڅ ‌ستونزه نلري- دیني عالمان


آرشیف
آرشیف

د فراه ولایت یو شمېر لوی دیني عالمان یو ځل بیا پر ټولو ولسونو غږ کوي چې د پولیو واکسین تطبیق د اسلام له نظره هیڅ ستونزه نلري، او ټولو ولسونو ته پکار ده چې خپل ماشومان واکسین کړي.

په فراه کې د یوه لوی جامع جومات خطیب مولوي سیف الدین اخند وايي، اسلام د هغه کارونو پلوي کوي چې پایله یې مثبته وي او د هر ډول ستونزې او ناورین مخنېوی کوي.

نوموړی زیاتوي، دا چې د پولیو واکسین تطبیق پایله هم په ماشومانو کې د فلج ناروغۍ مخنېوی دی، نو د اسلامي شریعت له مخې ټولو خلکو ته اجازه ده چې خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه وویل: "د اسلام له نظره د ګوزڼ واکسین تطبیق هېڅ ستونزه نلري، بلکه نیک او د ثواب کار دی. نو د ټولو والدینو دنده ده چې خپل ماشومان د فلج پر وړاندې واکسین کړي، تر څو د فلج او نورو ډول ډول ناروغیو څخه په امن کې اوسي."

د فراه مدني فعالین بیا ګوزڼ خطرناکه ناروغي بولي، چې هر کال یو زیات شمېر ماشومان په ولسوالېو کې د پولیو واکسین نشتون له امله په دایمي فلج اخته کیږي.

مدني فعال عبدالخالق هیواد مل وايي: "همدا د پولیو دوه څاڅکې واکسین د ګوزڼ ناروغۍ مخنېوی کوي، او ګوزڼ هم هغه وژونکي ناورغي ده چې هېڅ ډول درملنه نلري. نو ښه او غوره کار دا ده چې موږ خپل ماشومان هر ځل کمپاین کې واکسین کړو."

د فراه اوسېدونکی محسن مسلم وايي، اوس تر ډیره ولسونه هم پدې خبر شوي چې پولیو واکسین د ماشومانو لپاره ګټور دی، ځکه له یوې خوا دیني عالمانو د فتوا په صادرولو ګوزڼ واکسین حلال بللی، او بل خوا ډاکټرانو هم دغه واکسین د فلج ناروغۍ مخنېوي لپاره ډیر ګټور بللی چې هېڅ ډول جانبې عوارض هم نلري.

هغه وویل: "ټولنه هم پدې خبره ده چې پولیو واکسین د ماشومانو لپاره ضروري دی او فلج خطرناکه ناروغې ده. او بل فکر کوم چې اوس ګوزڼ ناروغي د افغانستان، پاکستان او نایجریان پرته په ټوله نړۍ کې محوه شوې ده، نو اوس موږ هم غواړو چې دغه ناروغې محوه کړو."

په ماشومانو کې ګوزڼ تر پنځه کلنۍ پورې پیدا کیږي، چې د ډاکټرانو په خبره اړینه ده په هر ځل کمپاین کې ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG