د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو واکسین د ستونزو د هوارولو لپاره نوې هڅې


آرشیف
آرشیف

د فراه سیمه اییز روغتیایي چارواکي د پولیو واکسین پر وړاندې د ستونزو هوارولو په موخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د ناستو د پیل خبر ورکوي.

د فراه د عامې روغتیا مشر عبدالجبار شایق وايي، دا چي د فراه په یو شمېر کلیو او ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه نه پلي کیږي، نو دوی د دې ستونزې حلولو په موخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره ناستې پیل کړي دي.

هغه وویل: "... موږ د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنه د دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو مخورو کسانو سره عمومي ناستې پیل کړي، او په خاص ډول د هغه دیني عالمانو او قومي مشرانو سره مو د پولیو واکسین په تړاو جرګې پیل کړي چې د دولت مخالفینو سره نږدې اړېکې لري، تر څو په ولسوالیو کې د واکسین پر وړاندې ستونزې حل شي".

د فراه مدني فعالین د عامې روغتیا چارواکو جرګې د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره ګټورې بولي، ځکه چې په کلیو او ولسوالیو کې د جوماتونو ملایانو او قومي مشرانو غږ ډیر اورېدل کیږي.

مدني فعال عبدالرحمن ژوندی وايي: "... په کلیو او ولسوالیو کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو غږ ډیر ښه اورېدل کیږي او منل کیږي نو ځکه د پولیو واکسین په تړاو هم تر ټولو د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول ډیر زیات مهم دی، او تر څنګ یې د ډاکټرانو لخوا عامه پوهاوی هم ډیر اړین دی".

د فراه اوسېدونکي بیا د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په خوله د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته اجازه ورکړي چې ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان د فلج پر وړاندې واکسین کړي.

د فراه اوسېدونکی نعمت الله پر روغتیايي چارواکو هم غږ کوي چې پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق کړي.

هغه وویل: "... موږ غواړو چې د پولیو واکسین کمپاین دوام ومومې او د وسله والو طالبانو څخه هم هیله لرو چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته اجازه ورکړي، او همداشان د عامې روغتیا چارواکي هم باید په سمه توګه د پولیو واکسین کمپاینونه تطبیق کړي".

د عامې روغتیا چارواکو پداسې حال کې د مخورو کسانو سره ناستې پیل کړي، چې یو ځل بیا په هغه سیمو کې د ماشومانو د فلج پیښې ثبت شوي چې پدې وروستیو کې هلته د ګوزڼ واکسین د امنیتي ننګونو له امله ندی تطبیق شوی.

XS
SM
MD
LG