د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه والي: طالبان تر خپل کنترول لاندې سیمو کې پولیو ضد کمپاین نه پرېږدي


آرشیف
آرشیف

د فراه سېمه اییز چارواکي په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق لپاره چمتووالی ښیي، خو بیا وايي چې د طالبانو د بندیز له امله د ګوزڼ د پیښو رامینځته کیدل به د دوی مسؤلیت وي.

د فراه والي تاج محمد جاهد وايي دوی تل هڅه کړې چې په ټول فراه کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو له لارې تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړي، خو په خبره یې وسله وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته اجازه نه ورکوي.

ښاغلي جاهد زیاته کړه، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د فلج شویو ماشومانو مسؤلیت هم د طالبانو پر غاړه دی.

هغه وویل: "د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې چې د پولیو هر ډول ستونزه او پیښه رامنځته کیږي، مسوولیت یې هم په طالبانو پورې تړاو لري، دولت د ډاکټرانو، روغتیايي مرکزونو او واکسین تطبیق په څانګه کې هر ډول خدمت کولو ته تیار دی، او زموږ تر کنترول لاندې سېمو کې هم د پولیو واکسین کمپاینونه په بریالیتوب سره تطبقیږي."

د فراه ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزي په یو شمېر کلیو او ولسوالېو کې په ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو اخته کېدل د اندیښنې وړ بولي، او د ټولو سیاسي ډلو څخه غواړي چې د پولیو واکسین کمپاینونو پر وړاندې له مخالفت څخه لاس واخلي.

هغه وویل: "دا زموږ د ټولو هیوادوالو دنده ده چې په روغتیايي مرکزونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه د واکسین برخه ډیره اړینه ده."

نوموړي زیاته کړه، تاسو فکر وکړی که په یوې کورنۍ کې یو ماشوم فلج شي، هغه کورنۍ ورسره څومره په تکلیف کیږي. نو اړینه ده چې د واکسین پر وړاندې مخالفت ونشي.

په هغه سیمو کې چې وروستي کلونه یو ځل بیا د ګوزڼ پېښې رامنځته شوي اوسېدونکي يې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو بندیدو سره د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پراخیدو اندېښنه لري.

د فراه د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکی آذر محمد وايي: "په کلیو کې د پولیو واکسینونه بند دي او د ګوزڼ ناروغۍ ویره شتون لري، او د ګوزڼ ناروغي هم ډیره خطرناکه ده ځکه چې درملنه نلري. نو موږ د طالبانو او دولت څخه غواړو چې د پولیو واکسین تطبیق لپاره په ټولو کلیو کې زمینه برابره کړي."

طبي ډاکټران وايي د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي یوازنۍ لار همدا د پولیو دوه څاڅکې واکسین دی، نو اړینه ده چې د ګوزڼ مخنېوي لپاره د ولسوالېو اوسېدونکي هم خپل ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG