د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان د پولیو واکسین کور په کور کمپاین ټینګار کوي


آرشیف
آرشیف

په فراه کې یو شمېر روغتیایي کارکوونکي ټینګار کوي چې د پولیو واکسین باید تر هر ماشوم پورې ورسول شي ترڅو د پولیو ویروس د خپرېدو مخنيوی یقیني شي.

روغتیا پالان وایي د پولیو واکسین کور په کور کمپاین ځکه اړین دی چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي او په دې توګه د پوليو ويروس له خپرېدو څخه مخنيوي وشي.

شکیلا بارک، د فراه ولایت یو روغتیا پالې امریکا غږ ته وویل: "پولیو یوه خطرناکه ساري ناروغي ده او که چېری موږ په دې وتوانیږو چې د واکسین پوښښ یې تر ۹۵ سلنې لوړ کړو، نو په یقین سره ددې ناروغۍ ټغر له هیواد څخه ټولولی شو".

اغلې شکیلا زیاته کړه د پولیو څخه د پاک افغانستان په هیله باید میندې هم خپل مسؤولیت ادا کړي او خپل ټول له پنځه کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د فراه ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم د پولیو سره په روانه مبارزه کې د چارواکو د مسؤولیتونو ترڅنګ د میرمنو په فعاله ونډه ټینګار کوي.

عبدالمالک ځلاند، د بالابلوک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی وايي په تیرو کمپاینونو کې د یو شمېر ننګونو له کبله د دوی په کلیو کې ډیری ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او له دې‌ وروسته باید مېرمنې د ماشومانو په واکسین کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړې زیاته کړه، کله چې واکسیناتوران کورونو ته مراجعه کوي، میندې باید د اولادونو د پالنې ترڅنګ خپل ماشومان د واکسین لپاره راوکاږي او یا یې په روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي، ترڅو له تل پاتې ګوزڼ څخه وژغورل شي.

د فراه روغتیايي چارواکي وایي هغه ماشومان چې د کورنیو د انکار له امله ندي واکسین شوي د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

واحد خان واحدي، د فراه د عامې‌ روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول امریکا غږ ته وویل: "که چېرې ماشومان په منظم ډول واکسین نشي، په دایمي ګوزڼ اخته کیږي او د ژوند تر پایه به د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وي، نو اړینه ده چې د ماشومانو واکسین ته پوره پاملرنه وشي".

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د مرکز او ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکي لا هم د ځینو ناسمو تعبیرونو له مخې د ماشومانو له واکسینولو څخه ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG