د لاس رسي وړ اتصالات

په ګوزڼ اخته یو ځوان له ستونزو ډک ژوند


آرشیف
آرشیف

یو شمېر ځوانان چې د ماشومتوب په دوره کې د پولیو ضد واکسین د نه تطبیق له امله د معلولیت په رنځ اخته شوي د ژوند تر پایه له کړاوونو سره مخ دي.

د دغو ځوانانو له ډلې څخه یو علي محمد کاکړ دی چې په کوچنیوالي کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او تر اوسه یې له کړاوونو رنځ وړي. نوموړی که څه هم معلول دی، خو د ژوند سختو شیبو ته کله هم نه دی تسلیم شوی.

۳۰ کلن علي محمد کاکړ وایي: «لا شپږ کلن وم چې د پولیو د بدمرغه ویروس له امله زما دواړه پښې ګوزڼ ووهلې او له تیرو ۲۴ کلونو راهیسې نشم کولی چې پر خپلو پښو ودریږم.»

د نوموړي په وینا حتی پدې خاطر چې دده د معلولیت له کبله ټولګي ته د زده کوونکو د وتلو ننوتلو لاره بندیده، هغه له ټولګي څخه وشړل شو. هغه وایي: «په دې توګه یې زما د کوچنیوالي د خوښیو ترڅنګ زما د زلمیتوب خوښۍ هم په اوبو لاهو کړې.»

علي محمد خپل همت له لاسه نه دی ورکړی او د ویلچیر په کارولو سره خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي او دا یې ثابته کړې چې معلولیت کمزوري نه ده.

نوموړی زیاتوي: «کله چې پاکستان کې مهاجر وم د پولیو واکسین د نشتوالي او ناسم مدیریت له امله د دغې ناروغۍ ښکار شوم او زما په شان نور مهاجرین هم شته چي د دا ډول تشو له کبله په ګوزڼ اخته شوي.»

کاکړ په غمجن آواز وایي په پیل کې یې په عمومي ډول روغتیایي حالت ښه نه ؤ، خو له درملنې وروسته نور ښه شو، خو یواځې پښې یې له کاره لویدلي دي.

کاکړ وایي، معلول دی، خو کمزوری نه دی. له ټولو شته ننګونو او کړاوونو سره سره ناهیلی شوی نه دی او د کار او روزګار تر خوا یې خپلو زده کړو ته هم دوام ورکړی.

نوموړی له پوهنتون څخه فارغ شوی او اوس مهال په یوه خصوصي پوهنتون کې د خپلې ماسټرۍ دورې په بشپړولو بوخت دی. دغه راز نوموړی پر دې توانیدلی چې په تېر نظام کې د ریاست تر څوکۍ هم دنده ترسره کړي.

هغه د ښوونځې د دورې د ستونزو په تړاو وویل: «مشرانو راسره نه منله چې ښوونځي ته ولاړ شم، ځکه دا ویره یې درلوده چې تر پښو لاندې نه شم، خو بیا د ښوونځي مدیر زما لاس نیوی وکړ او راته یي سپارښتنه وکړه چې باید تر نورو زده کوونکو مخکې ښوونځي ته تګ راتګ وکړم».

علي محمد وايي معلولیت په حقیقت کې د ژوند د ترخو خاطرو ټولګه ده چې ځینې وختونه سړی داسې حالت ته رسوي چې له ژونده څخه زړه توری او بیزاره شي.

ښاغلی کاګړ له ټولو کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته پر خپل وخت واکسین وکړي، تر څو له ګوزڼ څخه وژغول شي.

هغه له نورو معلولینو هم غوښتنه کوي چې باید خپل همت ونه بایلي او اجازه ورنکړي چې د کورنۍ او ټولنې د اوږو پیټی شي.

د روغتیا پالانو په وینا که چېرې په ټولنه کې د پولیو ناروغي ساده وګڼل شي نو لرې به نه وي چې ډېر نور ماشومان به هم د علي محمد کاکړ له برخلیک سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG