د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ګوزڼ ویروس د خپریدو لاملونه


عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی
عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

افغانستان کې لا هم کمکي ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، لاملونه یې څه دي او څنګه کولی شو له منځه یې یوسو؟

ځیني ننګرهار میشتي او روغتیا پالان وایي، که په خپل هېواد کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو اراده ولرو نو د روغتیايي لارښوونو تر څنګ به په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین هم تطبیق شي.

دوی یې لاملونه خپلو ماشومانو ته د والدینو نه پاملرنه، د نا امنیو له امله لرې پرتو سیمو ته د واکسین نه رسېدل او د واکسین په تړاو د ځینو ناسم باورنه او نه پوهاوی یادوي.

د ننګرهار دوه تنه اوسیدونکي، اکمل او قسیم وايې، د خواشینۍ خبره ده چې لا هم په افغانستان کې د پولیو ویروس نښې نښانې لیدل کیږي.

دوی تر ډېره د پړې ګوته میندو او پلرونو او مسؤولینو ته نیسي چې په خبره یې نه دي توانيدلي خپلو ماشومانو ته په خپل وخت واکسین وکړي.

د دوی په وینا افغانستان کې د پولیو پېښې لا هم شته او لامل یې د واکسین په ورکړه کې د میندو او پلرونو نه پاملرنه ده. ښاغلی اکمل وایي: "زما هیله دا ده چې هم والدین او هم اړوندې ادارې پوره هڅه وکړي تر څو له دا ډول پېښو څخه په امان پاتې شو."

دوی دغه راز له همکارو ادارو غواړي چې خپلې مرستې دې لا هم په دې برخه کې جاري وساتي تر څو حکومت او اړوندې ادارې وکولی شي په سمه توګه د ګوزڼ د خپریدو مخه ونیسي او له چارواکو هم غواړي چې د هېواد هر ګوټ ته دې د واکسین په رسولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

روغتیا پالان هم تر اوسه په هېواد کې د پولیو د شتون تر ټولو لوی لاملونه همدا د میندو او پلرونو بې پروایي او لرې پرتو سیمو ته د واکسین نه رسېدل یادوي.

د ماشومانو د روغتیا متخصص ډاکټر الهام شنیواری بیا وایي چي په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی او په دې برخه کې میندو او پلرونو هم بې پروایي کړی.

ډاکټر شینواري وویل: " میندې او پلرونه هم باید په دې برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي تر څو ماشومانو ته په بشپړه توګه واکسین تطبیق شي او دغه ناروغۍ له منځه ولاړه شي."

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال افغانستان له پولیو پاک هېواد پېژندل شوی ؤ، خو د پاکستان سره د تګ راتګ له امله په کندهار او ننګرهار کې بیاځلې د دغې بدمرغه ناروغۍ پېښې ثبت شوې.

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې، په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پیښې ثبت شوي. لومړۍ پیښه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې او درې نورې پېښې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG