د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو عملیاتي مرکز کې د 'تیلیفوني اړیکو مرکز' جوړېدو هرکلی شوی


د یوې سیمه ایزې راډیو سټوډیو چې د پولیو په اړه خپرونې لري
د یوې سیمه ایزې راډیو سټوډیو چې د پولیو په اړه خپرونې لري

د فراه یو شمېر ډاکټران د ګوزڼ له منځه وړلو ملي بیړني عملیاتي مرکز کې د تیلیفوني اړیکو د څانګې د جوړیدو هر کلی کوي او یاد مرکز د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې ځکه مهم بولي چې د دوی په خبره لا هم په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین په تړاو کره معلوماتو ته نه لاسرسی یوه ستونزه ده.

دوی دا کار د پولیو پروګرام د واکسیناسیون په اړه د ټولنې د پوهاوي کچې د لوړولو په برخه کې یو غوره ګام بولي.

د ډاکټر حمزه فراهي په خبره بیسوادي او ناسم باورونه هغه لاملونه دي چې د ګوزڼ ضد واکسین د بهیر په وړاندې معلوماتو ته لاسرسۍ زیانمنوي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "واقعیت دا دی چې تیرو کلونو کې د پولیو واکسین په اړه په ځانګړي ډول لیرې پرتو سیمو کې د پولیو په هکله زیات منفي تبلیغات شوي وو او دا د یوې سیاسي وسیلې په توګه کارولې وه، خو اوس چې د تیلیفوني اړیکو مرکز پرانیستل شو، دې خلکو لپاره دا یوه ښه موقع ده چې په دې هکله ښه معلومات تر لاسه کړي او کوم شکونه او سوالونه چې لري، هغوی ته ځواب وویل شي."

په فراه کې یو ډاکټر، محمد عاطف وایي، نه یوازې دا چې یاد مرکز د عامه پوهاوي په برخه کې اغیزمن دی، بلکه د چارواکو او خلکو تر منځ د دوه اړخیزه اتصال په برخه کې مرسته کوي او اوس چارواکي کولای شي چی په آسانۍ ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق څرنګوالۍ له همدې لارې و څاري.

عاطف خپل نظر داسې څرګند کړ: "د پولیو د واکسین او اړونده چارو لپاره د تیلیفوني اړیکو د مرکز پرانیسته نه یوازې د کورنیو د معلومات لپاره اغیز لري بلکه چارواکي هم کولای شي چې د یاد مرکز له لارې د کورنیو څخه د واکسین د تطبیق په اړه معلومات تر لاسه کړي او د واکسین د پروسې څخه په مستقیم ډول نظارت وکړي."

بل پلو کورنۍ وایي چې اوس د دوی لپاره کار آسانه شو او کولای شي په ډیرې آسانۍ له یاد مرکز سره اړیکه ونیسي.

محمد صادق نورزی چې د اته کسیزې کورنۍ مشري ور د غاړې ده او په کورنۍ کې څلور کم عمره ماشومان لري، امریکا غږ ته داسې وویل: "زه کوښښ کوم هر وخت خپل ماشومان واکسین کړم، نو دا چې د واکسین لپاره د تماس یو مرکز جوړ شوی، اوس موږ ته ډیر آسانه شو چې تماس ونیسو، او که چیرې زمونږ محل ته واکسین رانشي او یا هم سم تطبیق نشي نو خپل مشکل به ورسره شریک کړو."

ډاکټران په ټنیګار سره وایي چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري، خو دوه څاڅکې واکسین د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوزاینۍ دحل لار ده، او په دې برخه کې د کورنیو عامه پوهاوی او واکسین ته لاسرسی د پام وړ اغیز لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG