د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: افغانستان کې زموږ ماموریت د القاعده ختمول دي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعده او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي.

ښاغلي پمپیو د شنبې په ورځ جنوري ۲ (مرغومي ۱۳) په ټویټر کې لیکلي دي چې د دغه ماموریت لپاره امریکا ضرورت نلري چې زرګونه سرتېري په افغانستان کې وساتي.

هغه لیکلي دي: « په افغانستان کې زموږ ماموریت د القاعده ډلې او د امریکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي. د دغه کار لپاره هلته (افغانستان کې) د زرګونو سرتېرو ضرورت نشته. موږ خپل ملګري لرو: زړور افغانان او د ناټو ځواکونه. موږ همدغه راز دا وړتیا لرو چې له لېري خپل ځواک وکارو.»

ښاغلي پمپیو داسې مهال دا خبرې ټویټ کړي دي چې ټاکل شوې په همدغې اونۍ کې په قطر کې د افغانستان د ”اسلامي جمهوریت”او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو دویم پړاو پیل شي.

دا د امریکا او طالبانو د تړون یوه برخه وه. په تړون کې ویل شوي که هر څه د موافقې په اساس مخې ته ولاړل، امریکا به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

په تړون کې طالبانو د ځینو نورو ژمنو تر څنګ یوه دا ژمنه هم کړې ده چې دوی به هېڅ یوې ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د امریکا او نورو په ضد وکاروي.

د ۲۰۰۱د سپتمبر په یوولسمه د القاعده ډلې غړو د امریکا په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په دووه غبرګو ودانیو بریدونه وکړل اوزرګونه امریکایان یې مړه او ټپي کړل.

د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن او لسګونه جنګیالیو یې هغه مهال د طالبانو د ”اسلامي امارت”تر چتر لاندې په افغانستان کې فعالیت کاوه.

د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش له طالبانو وغوښتل چې د القاعده ډلې مشر وروسپاري، خو هغوی ونه سپاره. بلاخره، ناټو د ملګرو ملتونو د اعلامیې په اساس د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف جګړه پیل کړه او څو کاله مخکې یې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده ډلې مشر وواژه.

اوس امریکا غواړي چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړه ختمه او خپل سرتیري بیرته هیواد ته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG