د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له غني سره د سولې بهیر د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه مبارکي ویلې ده.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې دواړو لورو تېره شپه «کب۱۱مه» د ټلیفون پر لیکه د افغان سولې بهیر د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي:"په دغه خبرو کې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د دې ترڅنګ چې تېره ورځ یې د افغان سولې بهیر کې د تحول په اړه خوښي وښودل، په دې اړه یې ولسمشر غني ته مبارکي هم وویله."

د صدیقي په وینا، ټرمپ ویلي باوري دی چې افغانستان د ښاغلي غني په مشرۍ د سولې په برخه کې د نورو ګامونو پورته کولو وړتیا لري.

تر دا مهاله د امریکا سپینې ماڼۍ د یادو ټلیفوني اړیکو په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د شااوخوا ۱۹کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف تېره شنبه «فبروري۲۹مه» په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.

د طالبانو لخوا د تروریزم پر ضد مبارزه، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکل کېدل، بین الافغاني خبرې پیلېدل او په افغانستان کې سرتاسري اوربند ټینګېدل د دغه تړون د لویو ټکو څخه دي.

خو دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې له طالبانو سره د سولې تړون کې دوه محرم اسناد هم شته.

XS
SM
MD
LG