د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د سعودي خبریال د وژلو غږ او ویدیو ثبت شوې


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې ویل شوي چې د ترکیې حکومت امریکایي مقامات خبر کړي چې ددې هیواد مقاماتو هغه ویدیو او غږ ترلاسه کړی چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د عربستان د خبریال جمال خاشقجي وژنه ثابتوي.

امریکایي او ترکي مقاماتو د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې شواهد ښيي ښاغلي خاشقجي د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته له ننوتلو وروسته توقیف کیږي او له "شکنجې" وروسته وژل کیږي او بدن یې ټوټه ټوټه کیږي.

خو مقاماتو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي ویلي دي چې تر اوسه دا نده څرگنده شوې چې آیا امریکایي مقاماتو د شواهدو محتویات لیدلي او یا اوریدلي دي که نه.

له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي وو چې په ترکیه کې امریکایي پلټونکي هڅه کوي هغه څه ومومي چې جمال خاشقجي ورسره مخامخ شوی دی.

جمهور رئیس ټرمپ امریکایي رسنیو ته ویلي چې "هغه [ښاغلی خاشقجي][په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته] ننوت خو راونه ووت."

پدې ترڅ کې یوې ډلې امریکایي سناتورانو په یو لیک کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ نه غوښتي چې د جمال خاشقجي د قضیې په اړه پلټنې وکړي چې کیدای شي په نتیجه کې یې پر ریاض بندیزونه ولگول شي.

پدې ترڅ کې د واشنگټن پوست ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې په وینا لیکلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، امر کړی و چې جمال خاشقجي دې د امریکا د ویرجینیا ایالت نه بیرته سعودی عربستان واپس کړای شي او بیا دې ونیول شي.

د ښاغلي خاشقجي دوستانو ویلي چې د سعودي عربستان لوړپوړو مقاماتو د څلورو میاشتو راهیسې ددې ژورنالیست سره پرله پسې تماس نیولی و او ورته د هغه د ساتنې وړاندیز کړی و. د ښاغلي خاشقجي دوستانو دا هم ویلي چې د سعودي عربستان لوړپوړو مقاماتو حتی هغه ته وړاندیز کړی و چې عربستان ته د بیرته تللو په صورت کې به د ریاض حکومت هغه ته د هیواد یو لوړ مقام ورکړي.

خاشقجي د ترکیې د استانبول په ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و چې د یوې ترکۍ ښځې سره د واده کولو لپاره ضروري اسناد واخلي، خو د هغې نامزاده وایي چې ښاغلي خاشقجي د قونسلګرۍ نه بیرته راونه وت.

د سعودي عربستان د دولت دغه منتقد ژورنالیست په ٢٠١٧ کې د خپل هیواد له خوشې کولو وروسته د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا حکومت به ددغه ژورنالیست د بې درکه کیدو مسله له نژدې وڅاري.

XS
SM
MD
LG