د لاس رسي وړ اتصالات

د خاشقجي د ورکېدو قضیه، د سعودي قونسل له ترکیې وتلی


د ترکیې دولتي ټلویزیون ویلي په استابول کې د سعودي عربستان قونسل څو ساعته وروسته له هغه خپل هیواد ته ستون شو چې ترکي چارواکو د عرب خبریال جمال خاشقجي د ورکیدو په اړه د هغه د کور د پلټلو خبر ورکړ.

دې خبري رسنۍ ویلي قونسل محمد العتیبي په سیمه ایز وخت دوه بجې سعودی عربستان ته ستون شوی خو په ریاض کې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي ندي.

له دې وړاندې د ترکیې پولیسو اسوشیټد پرس خبري آژانس ته ویلي داسې مدارک یې ترلاسه کړي چې ښيي عرب خبریال او د ریاض منتقد په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې وژل شوی دی.

جمال خاشقجي د اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له داخلیدو وروسته نور لیدل شوی ندی.

ترکیې له دې وړاندې ویلي چې خاشقجي عمدا وژل شوی او د هغه د وژل کیدو غږ او ویډیو ثبت شوې ده. خو ریاض تر اوسه دا ادعاوي رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

د سعودي عربستان او ترکیې مشترک تحقیقات پرون شپه په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ په پلټلو سره پیل شول او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د عربستان د قونسل کور به هم وپلټل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د نیویارک ټایمز د یوه راپور په ځواب کې چې ممکن سعودي عربستان ووايي خاشقجي د تحقیقاتو پرمهال سهوا وژل شوی ، وویل" تر اوسه مو داسې معلومات ترلاسه کړي ندي" خو ویې ویل په قونسلګریو کې باید تحقیقات ونشي ، د تحقیقاتو ځای محکمې دي او باید د قاضیانو له خوا وشي.

اخوا د قاشقجي د قضیې په جدي کیدو سره، د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان، شهزاده محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

که څه هم ددې ملاقاتونو ټول جزیات تر اوسه خپاره شوي ندي خو ریاض ته د مایک پمپیو د سفر هدف د جمال خاشقجي د لادرکه کیدو د قضيې روښانه کول دي.

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل که دا ثابته شي چې جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي نو ریاض به له شدیدو مجازاتو سره مخ شي.

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان له مایک پمپیو سره په لیدنه کې ویلي" موږ پخواني او ښه ملګري یو او مشکلاتو ته به په ګډه د هواري لارې پیدا کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي چې د امریکا د کنګرس غړي د ریاض پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي او له جمهور رئیس ترمپ څخه غواړي چې د جمال خاشقجي د مسلې په اړه تحقیقات پیل کړي.

په ورته وخت کې د بریټانیا، فرانسې او جرمني په ګډون د سعودي عربستان یو شمیر متحدو هیوادونو په دې اړه د دقیقو او هر اړخیزو تحقیقاتو غوښتنه کړېده.

د فرانسې حکومت د خاشقجي لادرکه کیدل " جدي مسله " ګڼلې ده او د عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په تحقیقاتو کې د شاملو چارواکو د دیپلوماتیک مصونیت د لغوه کیدو غوښتنه کړېده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر میجل باچله ویلي، د هغو کسانو مصونیت باید ډیر ژر لغوه شي چې د ویانا د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون پر اساس مصونیت ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG