د لاس رسي وړ اتصالات

پوتزل: یوناما د افغانانو د ستونزو هواري دپاره کار جاري ساتي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) نوي ګمارل شوي مرستیال مارکس پوتزل وايي، یوناما به د دغه هیواد پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

یوناما د پنجشبې په ورځ جولای اوومه (چنګاش ۱۶) ویلي چې ښاغلي پوتزل له طالب چارواکو سره په لومړۍ لیدنه کې د افغانستان پر وړاندې په پرتو ننګونو، د بشري حقونو پر ټینګښت او نورو مسایلو خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د معلوماتو په اساس، د یوناما نوي مرستیال مارکس پوتزل د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیالانو او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره جلا جلا لیدلي دي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي پوتزل د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې د افغانستان پر وړاندې پر پرتو ننګونو او د افغانانو د ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

د یوناما د معلوماتو په اساس ښاغلي پوتزل ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره یې له مدني ټولنې سره د دوی د ښکیلتیا او د ټولو لپاره د بشري حقونو د تامین پر اهمیت خبرې کړي دي.

یوناما ویلي، په دې کتنو کې موافقه وشوه چې په راتلونکې کې به په دې اړه رغنده خبرو ته دوام ورکوي.

د یوناما د بیان له مخې، پوتزل د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم لیدنه کې نوموړي ته د ټول شموله افغان ټولنې لپاره د خبرو د اسانتیاوو د لارو چارو د برابرېدو ډاډ ورکړی دی.

په بیان کې ویل شوي: "یوناما کولای شي د یوې ټول شموله افغاني ټولنې او حکومتدارۍ لپاره د خبرو اترو داسانتیاوو لارې چارې برابرې کړي. هغه همدارنګه د ټولو لپاره د برابرو زده کړو د فرصتونو د تامین پر اهمیت هم خبرې وکړې."

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یوناما له نوي سرپرست څخه د ښه ماموریت د توقع ترڅنګ، تمه ښودلې چې یوناما د افغانستان او نړۍ تر منځ د مثبتو اړیکو او ګټور تعامل رول اداء کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال پر داسې مهال طالب چارواکو ته په افغانستان کې د ستونزو د هواري په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی چې د نظام تر بدلون وروسته د دغه هیواد اقتصادي نظام د پاشل کېدو، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

افغانستان دا مهال له بشري بحران سره مخامخ دی او ملګري ملتونه وايي چې ۹۷ سلنه خلک له لوږې سره مخامخ دي.

د طالبانو په حکومت کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. سره له دې چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالې ټولنې له طالبانو په وار وار غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د ښځو اساسي حقوقو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG