د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د دیبرا لاینز دنده پای ته ورسېده


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د مشرې دیبرا لاینز ماموریت پای ته ورسېد.

میرمن لاینز د۱۳۹۹ کال د غوايي څلورمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د مشرې په توګه کار پيل کړی و.

دیبرا لاینز نن پنجشنبه جون ۱۶ (غبرګولې ۲۶) د افغانستان له خلکو څخه د مخه ښې لیک کې ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت د جګړې او کرونا وبا خپرېدو له امله له ننګوونو سره مخ و.

نوموړې زیاته کړې چې په افغانستان کې د هغې د ماموریت پر مهال د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون او د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې له دغه هیواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړه و شوه.

دیبرا لاینز ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې، زما لپاره د توقع خلاف تجربه وه.

نوموړې زیاته کړې چې د دوحې تر تړون وروسته د ملګرو ملتونو ستراتیژي دا وه چې په دوحه کې د سولې پروسې د پلي کولو لپاره هر ممکن کار وکړي چې یو له هغوی څخه د جمهوریت او طالبانو ترمنځ د یوه موقت حکومت په اړه موافقه وه چې طالبان پکې شامل وای. خو وايي دا کار ناشونی ثابت شو او جمهوریت د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې سقوط وکړ."

اغلې لاینز زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو حاکمیت نوې ستونزې پیدا کړي چې تر ټولو لویه ننګونه یې د ژمې په موسم کې سخت اقتصادي بحران و.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو د سیاسي استازولۍ مشرۍ پ د نجونو پر زده کړو محدودیت ته په اشارې ویلي داسې فکر یې نه کاوه چې د دغه هیواد په میلیونونو نجونې به له زده کړو څخه محرومې شي.

نوموړې زیاته کړې: "دا د یوې میرمنې په توګه خورا دردناکه ده چې خپلې افغانې خویندې په داسې حالت کې پریږدم چې دامهال ورسره لاس ګریوان دي."

دیبرا لیونز یوه کاناډايي دیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په مختلفو هیوادونو کې د کار تجربه لري.

میرمن لاینز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په افغانستان کې د کاناډا سفیره وه او د یوناما د نوې مشرې په توګه د ټاکل کېدو وړاندې یې په اسرائيلو کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.

XS
SM
MD
LG