د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني وسله والو مخالفانو ته: تاسو وخت نه لرئ فیصله وکړئ


جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د ارګ په جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د ارګ په جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د یکشنې په ورځ په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه تر اداکولو وروسته د خبریالانو پر وړانډې په لنډو خبرو کې خپلو وسله والو مخالفانو ته خبرداری ورکړ چې وخت د هغوی په ګټه نه دی، هغوی او د هغوی ملاتړي اوس یوازې پاتې دي.

جمهوررئیس غني وویل " پرون د چین د بهرنیو چارو محترم وزیر راغی، سوله زمونږ غوښتنه ده، اما شرایط مو واضح دي او مسلح افرادو ته چې هره ورځ ولس د غم په ټغر کښېنوي، زه دا په واضح توګه وایم چې تاسو وخت نه لرئ، فیصله وکړئ که افغان یئ د سولې لاس ورکړئ، که نه یئ لکه چې په تېرو هفتو کې زمونږ امنیتي او دفاعي قواوو خپله کامله میړانه ښودلې بیا به یې وښې، تاسو یوازې یئ، ستاسو پلویان یوازې دي، نړۍ زمونږ سره ده، ولس زمونږ سره دی، د اسلامي نړۍ اجماع زمونږ سره ده ".

جمهوررئیس غني د ارګ په جومات کې د کوچني اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته د لمونځ کوونکو سره رغبړ وکړ او هغوی ته یې د اختر مبارکي ووایله.

په ارګ کې د کوچني اختر په لمونځ کې د افغان حکومت د کابینې د یو شمیر غړو، پارلمان یو شمیر استازو او په کابل کې میشت د اسلامي هیوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو هم برخه اخیستې وه.

جمهوررئیس غني د رسنیو پر وړاندې د خبرو پر مهال وویل چې تروریزم هیڅ سرحد نه پېژني او همدارنګه یې پر حرم شریف د تروریستي برید هڅه وغندله او زیاته یې کړه، د حرم شریف ساتنه د ټولو مسلمانانو دنده ده.

د هېواد جمهور رئیس له کابل ښاریانو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د مشورتي ناستو په لړ کې یې د بېلابېلو مسایلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه ورسره شریک کړل. هغه څرګنده کړه، د دغو مشورو په رڼا کې د کابل ښار لپاره برابر شوي امنیتي او همدارنګه د کابل لپاره عاجل انکشافي او اقتصادي پلان به ژر له هېوادوالو سره شریک شي.

محمد اشرف غني وویل، له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو دغه لړۍ به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي او له ټولو ولایتونو څخه به د بېلابېلو اقشارو استازي د مشورو لپاره کابل ته راوغوښتل شي، تر څو ټول هېوادوال د حکومت په پلانونو او برنامو کې خپل ځان شریک وبولي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، دولت د مشورې او تدبیر له لارې ستونزو او مسایلو ته مناسبې حل لارې لټوي. هغه زیاته کړه، موږ د امن، سوکاله، پرمختللي او داسې افغانستان هڅې کوو چې هر افغان په کې ځان مصئون او خوندي احساس کړي.

جمهور رئیس غني همدارنګه د افغان امنیتي او دفاعي منسوبینو څخه چې له کورونو لیرې په غرونو، دښتو کې شپه او ورځ د هېواد او هېوادوالو د ساتنې په موخه خپلې دندې ترسره کوي، د دولت او ملت په استازیتوب مننه وکړه.

د ارګ بهر هم د کابل په ښار کې نن د کوچني اختر لمونځ د جوماتونو شاوخوا ته د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ادا شو. که هم نن په ټول افغانستان کې د کوچني اختر لمړۍ ورځ ده، خو په کابل او ځینو مرکزي ولایتونو کې زیات شمېر افغان شعیه ګانو نن د اختر لمانځل نه دي پېل کړي او ټاکل شوې چې هغوی سبا ته د کوچني اختر لمانځل پېل کړي.

XS
SM
MD
LG