د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر سرپرست حمدالله محب نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې سره په خبرو کې قطر ته د جمهور ريئس محمد اشرف غني ددې اونۍ د سفر د ځنډولو علت د افغان حکومت د وزیرانو د سلو ورځو کاري پلانونو وړاندې کیدل یاد کړل چې همدا اوس د کابنې وزیران یې په نوبتي توګه د رسنیو له لارې د افغانستان خلکو سره شریکوي.
ښاغلي محب وویل "په اوس وخت کې د جمهور رئیس پاملرنه کورنیو مسلو ته ده، او د سلو ورځو کاري پلانونه باید دوام ومومي د همدې له امله سفر وځنډیده".
ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس غني د راروانې شنبې په ورځ قطر ته په یو رسمي سفر تللی واې، خو د افغانستان جمهوري ریاست د دغې نیټې دوه ورځې وړاندې قطر ته د سفر د ځنډیدلو خبر ورکړ.
همدا اوس په قطر کې طالبانو یو شمیر چارواکي دیره دي.
نړیوالو رسنیو داسې رپوټونه هم ورکړي دي چې کیدای شي د جون په لومړۍ په هغو پنځه پخوانیو طالب مشرانو د امریکا له خوا د قطر نه د نه وتلو د بندیزونو موده پای ته ورسیږي.
ای پي خبري اژانس د امریکایي چارواکو له خولې ویلي دي چې امریکا به د قطري چارواکو څخه په دغو پنځه طالب پخوانیو چارواکو د سفر د بندیزونو د اوږدیدو غوښتنه وکړي.
خو تر اوسه په رسمي ډول په دې هکله امریکایي چارواکو څه نه دي ویلي.
د افغنستان د جمهوري ریاست د رسنیو سرپرست په خپل ننني خبري کنفرانس کې د سولې په برخه کې د افغانستان د یو ګاونډي ترکمنستان د هڅو په باب هم خبرې وکړې وویل چې په افغانستان کې سوله ددغه هیواد د ګاونډیانو په ګټه هم ده.
ښاغلي محب وویل " افغانستان په یو تحمیل شوي جنګ کې ښکیل دی د دغه جنګ ځواب جنګ دی خو دا چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده مونږ په یوه اجماع باندې کار کوو ،په افغانستان کې سوله د اسلامي هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو په ګټه ده ".
د افغنستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفترسرپرست په دې هکله زیات څه ونه ویل خو تیر عیسوي کال افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هئیت دفتر یوناما په ترکمنستان کې د افغان حکومت او د افغان حکومت د مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې د خبرو یادونه کړې وه او ویلي وو چې ترکمنستان د دغسې خبرو کوربتوت ته چمتو دی.
د اففانستان د چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې قطر د افغان حکومت سره د سولې د خبرو په برخه کې په همکارۍ کې ستونزې لرلې.
دا شمیر کارپوهان د قطر پر ځای عشق آباد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته مناسب ځای ګڼي.
د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه او د پوهنتون استاد فاروق بشر وایي افغانستان په کور دننه د ډیرو ستونزو سره مخ دی او که جمهور رئیس غني په رښتیا د کورنیو ستونزو لپاره دا سفر ځنډولی وي نو دا یې ښه کار کړی دی.
ښاغلي بشر وویل "دا ډیر معقول کار دی لومړی باید د افغانستان دننه مسایلو غم وخوړل شي".
ښاغلی بشر وایي چې د ترکمنستان له خوا د سولې د خبرو د کوربتوب مسله هم یوه داسې مسله ده چې افغان حکومت ته په کار دي چې ورته لازم ترتیبات ونیسي چې د ترتیباتو نیول هم وخت ته اړتیا لري.