د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني بادغیس ته تللی


جمهوررئیس غني سره بادغیس ته په سفر کې یو شمیر وزیران هم ملګرتیا کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهوررئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ نن د یکشنبې په سهار له کابل څخه بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته تللی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال داواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، جمهوررئیس غني به بادغیس ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د قیصار – لامان د حلقوي سړک د پخولو کار پیل په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

ارګ وايي د سړک د کار د پیل د بهیر د پرانیستلو ترڅنګ به جمهوررئیس غني د بادغیس ولایت د عمومي حالاتو د ارزونې لپاره د دغه ولایت ملکي او نظامي چارواکو، د ولایتي شورا د استازو او مخورو سره هم خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې د قیصار- لامان حلقوي سړک د دواړو برخو د کار بهیربه نن شي.

د قیضار – لامان حلقوي سړک ۸۲ کیلومتره اوږدوالی لري، یوه یرخه یې د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو د لامان د سیمې سره ونښلوي او بله برخه به یې قلعه نو د قادس ولسوالۍ له لارې د بوم له درې سره نښلوي.

دا سړک د ۸۵ میلیونو ډالرو په لګښت چې پیسې یې د اسیا پرمختیایي بانک له خوا برابرې شويجوړیږي.

د سړک جوړولو د کار یوه برخه د یو هندي شرکت او بله برخه یې د یو چینایي شرکت له خوا جوړیږي.

XS
SM
MD
LG