د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني متحده عربي اماراتو ته تللی


ټاکل شوې جمهوررئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ په جشن کې هم کډون وکړي
ټاکل شوې جمهوررئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ په جشن کې هم کډون وکړي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو د امیر په رسمي بلنه " تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" په کنفرانس کې د ګډون لپاره د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته تللی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې جمهوررئیس غني به د دغه سفر پر مهال د کنفرانس برخه والو ته د وینا کولو سربېرهد متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې په جشن کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي مینه پال وویل " په ابوظبۍکې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونود ملاتړ کنفرانس دی په هغه کې ګډون کوي او هم د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ د ملي ورځې په ۴۵مې کلیزې په جشن کې هم ګډون کوي".

دواخان مینه پال وویل چې جمهوررئیس غني به پهمتحده عربي اماراتو کې دوه ورځو لپاره پاتې شي.

جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او د افغان حکومت څو نور چارواکي هم ملتیا کوي.

د تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونود ملاتړ کنفرانس د ابوظبۍ د ولیعهد او د دغه هیواد د سرعلی قوماندان مرستیال د شیخ محمد بن زاید او د فرانسې د جمهوررئیس فرانسوا اولاند په نوښت جوړیږي، چې د متحده عربي اماراتو او د ملګروملتونو د فرهنګي او تعلیمي ادارې یونسکو له خوا په ګډه یې بندوبست شوی دی.

ټاکل شوې چې جمهوررئیس محمد اشرف غني بهمتحده عربي اماراتوته د خپل سفر په پای کې هندوستان ته لاړ شي او هلته به د اسیا د زړه د هیوادونود وزیرانو په کچه په کنفرانس کې چې د دغه هیواد امرتسر په ښارکې جوړیږي، ګډون وکړي.

دغه کنفرانس ته نږدې منابع وایي، دا کنفرانس به د شنبې په ورځ کار پیل کړي اود یکشنبې په ورځ به جمهوررئیس غني دې کنفرانس وینا وکړي.

د کنفرانس برخه وال به په أفغانستان کې د سولې او د اقتصادي همکاریو په ګډون په سیمه ایزوهمکاریو خبرې وکړي

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې که څه هم د اسیا د زړه د کنفرانسونو بهیر افغانستان او د دغه هیواد د ګاونډیو سره د همکاریو د پراختیا او د افغانستان ستونزو ته د حل د موندلو په هدف پیل شوی، خو تراوسه دغه کنفرانس په دې برخو کې کومه ځانګړې د حل لاره نه ده وړاندې کړې.

د افغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د نه بریالیتوب یو علت په کنفرانس کې د شاملو هیوادونو ترمنځ د تروریزم په ګډون د یو لړ مسلو پر سر د نظر اختلاف ښيی.

ښاغلي سعیدي امریکا غږ ته وویل " داسې قاطع فیصله چې یوه جبهه په کې جوړه شي یا یوه قطعنامه صادر کړي چې داسې مبارزه وکړي داسې نه ده".

افغانستان او هند په ګډه ددغه کنفرانس مشري کوي.

د دغه دوه ورځني کنفرانس په ګډونوالو کې افغانستان، چین ، روسیه، هندوستان، ایران، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، تاجکستان، قرغستان، قزاقستان، ترکمنستان، اذربیجان او د ترکی استازي شامل دي.

د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس چې د استنبول د بهیر په نوم هم یادیږي لومړۍ غونډه یې په ۲۰۱۱ کال کې د نوامبر په میاشت کېد ترکیې د استنبول په ښار کي جوړه شوې وه، چې بیا وروسته د دغه کنفرانس نورې غونډې په ۲۰۱۲ کې په افغانستان، ۲۰۱۳ کې په قزاقستان، ۲۰۱۴ کې په چین او په ۲۰۱۵ کې په پاکستان کې جوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG