د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغان سولې د بحث لپاره واشنګټن ته د غني احتمالي سفر ـ سرچینه


سرچینه وايي، ولسمشر غني له ټرمپ سره پر افغان سوله خبرې کوي

د افغانستان د جمهوري ریاست یوې منبع ویلي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني امریکا ته د احتمالي سفر په ارزونه بوخت دی.

دمخه ویل شوي وو چې ټاکل شوې ښاغلی غني د یو پلاوي په مشرۍ واشنگټن ته سفر وکړي او د امریکایي مقاماتو سره د امریکا او طالبانو د سولې په موافقه خبرې وکړي.

ددې سره جوخت د اسوشیتید پرس اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلي غني امریکا ته خپل سفر ځنډولی دی.

امریکايي چارواکو هم تر دا مهاله امریکا ته د ښاغلي غني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

تېره اونۍ د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د توافقنامې یوه کاپي ولسمشر غني ته وښودله، چې وروسته یې نوموړي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

افغان حکومت وویل، چې امریکا باید له طالبانو سره د سولې د توافقنامې په اړه وضاحت ورکړي.

بلخوا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې له زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه دې په یوې علني غونډې کې د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي.

د دغې کمیټې رئیس ایلیوټ ایل انجل د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې نور دې خلیلزاد د قطر غونډې نه لیږي او همدغه راز دې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه د جزیاتو پټول بند کړي.

XS
SM
MD
LG