د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي میلیاردر الولید بن طلال، له بنده خوشې شو


ښاغلی طلال د ٢٠١٧ کال د نوامبر په پنځمه په سعودي عربستان کې توقیف شوی و
ښاغلی طلال د ٢٠١٧ کال د نوامبر په پنځمه په سعودي عربستان کې توقیف شوی و

د سعودي عربستان یو مقام د شنبې په ورځ وویل چې سعودي میلیاردر شهزاده الولید بن طلال، نن د جنورۍ په ٢٧ له بنده خوشې شو.

د رویترز خبري اژانس د سعودي عربستان د یو مقام له خولې ویلي چې ښاغلی طلال د ریاض د حکومت سره له یوې معاملې وروسته له بنده خوشې شوی دی.

دغه سعودي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي دي چې ښاغلی طلال د شنبې په ورځ ١١ بجې خپل کور ته ولاړ.

دغه مقام دا ونه ویل چې ښاغلی طلال د سعودي عربستان د لوی څارنوالۍ له لورې بیگناه بلل شوی او که نه. خو هغه زیاته کړه چې په عمومي توگه تر هغه چې له قانون نه سرغړونه نه وي شوي، معاملې ته اړتیا نشته، خو د ښاغلي طلال د معاملې په اړه سعودي مقاماتو جزییات گندي ورکړي.

دغه سعودي مقام همداشان وویل چې ښاغلی طلال به د Kingdom Holding Co په نامه شرکت د رئیس په توگه پاته شي.

ښاغلی طلال د لسو شهزاده گانو او د سعودي عربستان د مخکنیو وزیرانو سره یوځای د ٢٠١٧ کال د نوامبر په پنځمه په سعودي عربستان کې توقیف شول.

دغه توقیفونه د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د واک د ټینگیدو اقدامات گڼل شوي دي.

سعودي شهزاده گان دوه اونۍ وروسته له هغې وینول شول چې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ریاض کې د نړۍ د زرگونو پانگه والو هرکلی وکړ. ددغو پانگه والو هرکلی د هغو اقتصادي اصلاحاتو یوه برخه ده چې د سعودي ولیعهد په دې وروستیو میاشتو کې په هغه هیواد کې پیل کړي دي.

سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د ٢٠١٧ کال په سپتامبر میاشت کې د هغه هیواد یو شمیر متنفذ روحانیون هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG