د لاس رسي وړ اتصالات

د سږکال نوبل سولې جایزه کیدای شي محبوبه سراج وګټي - تنظیموونکي


د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي.
د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي.

په ناروې کې د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ چې د نوبل د سولې جایزې د کاندیدانو نوملړ ترتیبوي، وايي، سږکال دغې جایزې ته د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج کاندیده ده او کیدای شي دغه جایزه وګټي.

د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزې دپاره له مېرمن سراج سره د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي هم نومول شوې ده.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ (PRIO) مشر هنریک اوردال د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې سږکال ددې جایزې تمرکز د میرمنو پر حقونو او په ځانګړې‌ توګه په افغانستان او ایران کې د میرمنو پر وضعیت دی.

هغه د مېرمن سراج د نوماندۍ په اړه زیاته کړه: "سږکال د نوبل د سولې جایزې ته محبوبه سراج یوه له نوماندانو ده او کېدای شي دا جایزه وګټي. هغې په پراخه کچه د میرمنو د حقونو لپاره کار کړی دی. په یو څه متفاوته برخه کې یعنې د ماشومانو د حقونو په برخه کې یې هم کار کړی دی."

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، سږکال د نوبل د سولې جایزې د نوماندۍ دپاره ورسره له ۳۰۰ تر ۵۰۰ نومونه ثبت شوي، چې د ‎پنځو افرادو او درې ادارو نومونه په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي.

۷۴ کلنه محبوبه سراج په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو دپاره او د اداري فساد په خلاف د مبارزې په کولو مشهوره ده او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواد څخه نده وتلې او په افغانستان کې پاتې ده.

د نوبل د سولې جایزه په ۲۰۱۴ کې د ښوونې او روزنې پاکستانۍ مبارزې ملالې یوسفزۍ او د ماشومانو د حقونو هندي مبارز کیلاش ساتیارتي ته ورکړ شوه او د دې جایزې یو اعشاریه یو میلیون ډالر د دواړو تر منځ وویشل شول.

د هنریک اوردال سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG