د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین، ایران او ترکیې دریو ښځو په ګډه د سویډن د بشري حقونو جایزه وګټله  


د اولوف پام جایزې ګټونکې. دا تصویر د اولوف پام له رسمي ویبسایټ څخه اخیستل شوی دی.
د اولوف پام جایزې ګټونکې. دا تصویر د اولوف پام له رسمي ویبسایټ څخه اخیستل شوی دی.

د اوکراین مارتا چومالو، د ایران نرګس محمدي او د ترکیې ارین کیسکن نن دوشنبه جنوري نهمه (مرغومې۱۹) په ګډه د سویډن «اولوف پالم» د ۲۰۲۳ د بشري حقونو جایزه وګټله.

مقامات وايي چې دغو ښځو ته دا جایزه د ښځو د حقونو او ازادۍ لپاره د مبارزې له کبله ورکړل شوې ده.

د «اولوف پالم» ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښځو د حقونو دغو مبارزینو ته یې ځکه دا جایزه ورکړې چې دوی په «داسې یو وخت کې د ښځو د ازادۍ د ساتلو لپاره مبارزه کړې چې جګړې، خشونت او استبداد بشري حقونه تهدېدول».

مارتا چومالو

د اوکراین مارتا چومالو یوه ارواح پوهه (سایکالوجسته) او فیمنسته ده چې د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې او د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د «ښځې لیدلوري» په نوم یوې ادارې د بنسټ ایښونکو څخه ګڼل کېږي.

د «اولوف پالم» ادارې په اعلامیې کې راغلي دي: «له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا او په خاص ډول په ۲۰۲۲ کې په اوکراین باندې د روسیې له بشپړ یرغل وروسته، مارتا چومالو د جګړې د اغیزو په اړه د عامه پوهاوي په خپرولو کې او د جګړې د قربانیانو د اړتیاو په پوره کولو کې ډېره دخیله وه.»

نرګس محمدي

د دغې جایزې منصفه پلاوي ویلي دي‌ چې د ایران نرګس محمدي بیا «په ایران کې د ښځو د حقونو او بیان د ازادۍ په برخه کې مرکزي څېره» وه. هغه د «ایران ملي سولې شورا» د بنسټګرو څخه هم ده او د ښځو د حقونو لپاره په مبارزې کې «څو ځله نیول شوې او زندان ته اچول شوې» ده.

نرګس محمدي د ایران د «دولت په ضد د تبلیغاتو» له کبله محکومه او د ۲۰۲۱ د نومبر د میاشتې راهېسې په زندان کې ده.

ارین کیسکن

د ترکیې ارین کیسکن بیا له څو کالونو راهېسې په خپل هېواد کې د «اقلیتونو، همجنسبازانو او کډوالو» د حقونو لپاره د مبارزې تر څنګ د تبعیض په ضد هم مبارزه کړې ده.

د سویډن «اولوف پالم» د جایزې ورکولو منصفه پلاوی وايي چې میرمن کیسکن د مرګ له ګواښونو او عدلي تعقیب سره مخامخ وه او د «خپلې مفکورې په اساس بندي شوې» هم وه او د بخښنې نړیوال سازمان هغه د «وجدان زنداني» یاده کړې وه.

د اولوف جایزه

د دغې جایزې د وروکولو مراسم به د فبروري په لومړۍ نېټه د سویډن په مرکز ستاکهولم کې ترسره کېږي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د سویډن «اولوف پالم جایزه» هر کال یو ځل ورکول کېږي‌ چې ۱۰۰زره ډالر ارزښت لري.

دا جایزه د سویډن د سوسیال دموکرات صدراعظم اولوف پالم په یاد د بشري حقونو فعالانو ته ورکول کېږي. صدراعظم پالم هم په نړیواله کچه د بشري حقونو یو مبارز بلل کېده چې په ۱۹۸۶ کال کې په ستاکهولم کې ووژل شو.

د دغې جایزې ورکول له ۱۹۸۷ کال راپدیخوا پيل شوي چې د بشري حقونو او نوبل جایزې ګټونکو ته هم ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG