له هغه وروسته چې د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې، سلګونو ولسي پاڅون کوونکو د حکومتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړې ده.
دغه ځواکونه د ولسي جرګې یو شمېر غړو او سیاسي څېرو په ملاتړ د ښار نه لیرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د ولسي جرګې غړی غلام عباس ابراهیم زاده د لومړنیو کسانو له ډلې دی چې د دغه پاڅونونو مشري یې په غاړه اخیستې ده.
هغه نن جمعه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یوه ډله مزارشریف ته نږدې سیمه کې ځای په ځای شوې. زموږ پوستې د دوی سره ډېرې نږدې دي. موږ وسله پورته کړې چې د جمهوریت دفاع وکړو. څو ورځې مخکې طالبان ښار ته ډېر نږدې شوي وو خو اوس مو په شا تمبولي دي."
ښاغلي ابراهیم زاده د مزارشریف په زرګرانو سیمه کې چیرې چې د ښار نه ۱۵ کیلو متره لرې ده، خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د ولسي پاڅون کوونکو یو غړی سرور وايي چې د پاڅونوالو د دغه اقدام سره د امینیتي ځواکونو کمربند لا هم ټینګ شوی دی.
هغه وویل: "څو ورځې وروسته د شاتګ په حال کې و اوس له دفاعي حالت نه د پرمختګ په حال کې یو تر څو چې د ښمن له سیمې وشړو."
له بلې خوا بلخ ولایت کې یو شمېر مدني فعالان وايي، په داسې حساسو شرایطو کې باید ټول خلک د نظام په ننګه د خپلو امینتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
مدني فعاله فروزان صافۍ په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "څو ورځې مخکې په مزارشریف ښار کې ټول ویرېدلي وو. خلکو نشو کولی په ډاډه زره له کوره ووځي، خو د امنیتي ځواکونو په شتون کې د دولس پاڅون، وضعیت تر یو حده ښه کړی دی."
اغلې فروزان وايي مزارشریف ته لا هم ګواښ شته او حکومت باید د دغه سرخوږي ورکولو لپاره اقدام وکړي.
په تېرو څلورو ورځې کې خواله رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شول چې ګوندې د وسله والو طالبانو د مزار ښار د ښار لوېدیځې دروازې ته ځان رسولی دی.
په دې وروستیو کې بیا په افغانستان کې جګړې زور اخیستی. وسله والو طالبانو د ځینو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي خو له بلې خوا بیا د افغان ځواکونو تر څنګ په یو شمېر ولایتونو کې ولسي پاڅونونه هم شوي دي.