د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه پلوه مقامات په نیول شویو سیمو له اوکراین څخه د جلا کېدو په اړه ټولپوښتنه کوي


د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین د دنباس سیمې یو برخه
د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین د دنباس سیمې یو برخه

د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو او د اوکراین د روسیې تر کنټرول لاندې خرسون سیمې کریملین پلوه چارواکو د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي ۲۹) وویل چې غواړي د سپټمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې د روسیې د خاورې سره د یوځای کیدو لپاره ټولپوښتنه وکړي.

ددغو چارواکو او خبري اژانسونو په وینا، رایې به په دونیتڅک او لوګانسک جمهوریتونو کې ترسره شي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په میاشت کې اوکراین ته د سرتیرو له لیږلو څخه لږ مخکې د خپلواکو سیمو په توګه پیژندلي.

همداشان په جنوبي خرسون سیمه کې به هم رایه اچونه وشي چې پر اوکراین باندې د مسکو ځواکونو د یرغل په لومړیو ورځو کې یې نیولې وه.

پدې ترڅ کې مسکو پلوه چارواکو نن د سه شنبې په ورځ وویل چې د روسیې تر ولکې لاندې د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې به چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي بټۍ په کې موقعیت لري، د دریو نورو اشغال شویو سیمو سره یوځای د روسیې سره د یوځای کیدو په ټولپوښتنه کې ونډه واخلي.

په روسیه کې د دغو سیمو ادغام به په اوکراین کې د جګړې د پراخیدو سبب شي، ځکه مسکو به وکولای شي چې ووایي د اوکراین له ځواکونو څخه د خپلې خاورې دفاع کوي.

د لوګانسک یوې رسنۍ د بېلتون غوښتونکي چارواکي ډینس میروشینچینکړ له قوله ویلي، "د خلکو شورا پرېکړه کړې چې د سپتمبر له ۲۳ څخه د سپټمبر تر ۲۷مې پورې ټولپوښتنه ترسره شي."

لږ وروسته، د دونتیڅک رسمي خبري اژانس اعلان وکړ چې په ورته نیټه به په دې سیمه کې هم ټولپوښتنه ترسره شي.

په ۲۰۱۴ وروسته له هغه چې په ټول اوکراین کې مظاهرو د اوکراین کریملین پلوه ولسمشر له واکه لرې کړ، د ډونباس صنعتي سیمې لویې برخې د مسکو ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې شوې.

روسیې هغه مهال د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراین څخه جلا او د ځپلې خاورې سره یوځای کړه چې د کیف او لویدیځ له خوا پرې نیوکې وشوې او په مسکو باندې یې بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG