د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې مظاهره کوونکو یو ځل بیا د افغانستان د پیسو ازادولو غوښتنه وکړه


کابل کې لاریون کوونکي
کابل کې لاریون کوونکي

نن بیا کابل کې په سلګونو کسانو د یوې مظاهرې په ترڅ د افغانستان بانک د شتمنیو د ازادولو او د طالبانو د حکومت په رسیمت پیژندلو لپاره لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو په خپلو شعارونه کې د نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتنمۍ دې ازادې کړي.

یادو کسانو نن یکشنبه جنورۍ دوهمه (مرغومې ۱۲) په کابل ښار کې د امریکا د پخواني سفارت ودانۍ مخته د "افغانانو غصب شوي روپۍ ازادي کړي، او د افغانستان حکومت په رسمیت وپيژني" شعارونه ورکول.

مظاهره کوونکو همدارنګه وویل چې دوی له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنا د اړیکو غوښتونکي دي او له نړیوالې ټولنې او طالبانو څخه وغوښتل چې یو له بل سره تعامل وکړي.

د دغه مظاهره کوونکو په پرېکړه لیک کې راغلي: "د رسمیت پيژندلو لړۍ دې ژر شروع شي، کنه افغانستان به د فقر او بېوزلۍ له امله له کنټرول څخه وتلي حالت ته ورسیږي چې د نړۍ ثبات به هم اغېزمن کړي."

یادو کسانو پر اسلامي هیوادونو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

د نن ورځې لاریون چې د طالب سرتیرو لخوا یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو په سوله ییز ډول پای ته ورسېد.

د دغه لاریون دمخه تیره اونۍ هم په لسګونو ښځو د افغانستان د کنګل شوو پیسو د خوشې کیدو لپاره لاریون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د شااوخوا څلورو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوی.

د روان کال د اګست په ۱۵ پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو د افغانستان څه دپاسه ۹.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ کنګل کړې او هغه ته یې د طالبانو لاسرسی بند کړ؛ هغه اقدام چې ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت یې خورا خراب کړ.

په کابل کې اعتراض کوونکي پداسې حال کې له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصون غواړي چې له دې دمخه سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو د ازادولو لپاره چې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د اګست په میاشت کې کنګل شوي هیڅ عاجل پروګرام نلري.

XS
SM
MD
LG