د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان لپاره د بشري مرستو درې جوازونه صادر کړل


د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي لومړۍ) درې عمومي جوازونه صادر کړل څو په افغانستان کې بیوزلو او اړمنو کسانو ته د نورو مرستو په ګډون بشري مرستې برابرې شي.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د اګست میاشتې په نیمایي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، هغه هیواد له کړکیچ سره مخ شوی او اقتصاد یې سقوط کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي پر طالبانو د بندیزونو سره سره، دا جوازونه د امریکا حکومت، نړیوالو سازمانونو او غیر حکومتي بنسټونو ته اجازه ورکوي څو په افغانستان کې فعالیت ولري او بیوزلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

ددې اعلامیې پر اساس، هغه افغانان چې له خپل هیواد څخه بهر ژوند کوي، هم اجازه لري چې د حوالې له لارې خپلو کورنیو ته نغدې پیسې ولیږدوي.

د امریکا د مالیې وزارت په داسې حال کې دغه جوازونه صادر کړي دي چې د امریکا حکومت د حقاني شبکه چې د طالبانو د سرپرست حکومت ډیره برخه جوړوي، د بهرنیو ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړېده.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال والي ادیمو په دې اعلامیه کې ویلي دي چې "موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یو. له بده مرغه د هغه هیواد اقتصاد له جدي مشکلاتو سره مخ دی."

د امریکا د مالیې وزارت دغه چارواکي ویلي دي چې افغانستان له سترو مشکلاتو سره مخ دی ځکه اقتصاد یې له ډیره وخته پر بهرنیو مرستو متکي دی، له وچکالۍ څخه رنځیږي، د طالبانو له واکمنیدو وروسته خصوصي سکټور تښتیدلی دی ، د هغه هیواد اقتصاد له بنسټیزو مشکلاتو سره مخ دی او د کویډ نولس ناروغۍ مشکلات نور هم زیات کړي دي.

د متحده ایالتونو مالیې وزارت د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هم افغانستان ته د مرستې رسونې دوه عمومي جوازونه صادر کړي وو چې د لومړي پر اساس، د امریکا حکومت، غیر حکومتي بنسټونه او د ملګرو ملتونو په ګډون مشخصې موسسې کولی شي پر طالبانو د بندیزونو سره سره، افغانانو ته د مرستو د رسولو په هدف په خپلو کې همغږي او تعامل وکړي.

د دویم جواز له مخې، اجازه ورکول کیږي چې افغانستان ته خوراکي مواد، درمل او نور مواد انتقال شي.

د اګست په ۱۵ نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له هغه هیواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې او د امریکا په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د هغه هیواد ۹.۵ میلیارده ډالره کنګل شوې، افغانستان د یوه بشري ناورین او د اقتصاد د پاشل کیدو په طرف حرکت وکړ.

نړیواله ټولنه د هغه وخت راهیسې د بشري ناورین د مخنیوي‌ په لارو چارو غور او کار کوي.

د ملګرو ملتونو اداراتو څو ځله د افغانستان بشري وضعیت ناوړه بللی دی او ویلي یې دي چې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږي سره مخ دي، ماشومان له خوار ځواکۍ څخه رنځیږي، شاوخوا ۷۰ سلنه ښوونکي له تنخا پرته کار کوي او میلیونه شاګردان ښونځي ته له تګه پاتې دي.

XS
SM
MD
LG