د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو ښوونځیو تړلو غبرګون کې په کابل کې لاریون


د ښځو د حقوقو یو شمېر مدافعینو، مدني فعالانو، ښوونکو او یو شمېر زده کوونکو نن شنبه مارچ ۲۶ (وري شپږمه) په کابل کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو د بندېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

یادو معترضینو په ننني لاریون کې «خویندې مو پرېږدی چې ښوونځي ته ولاړې شي،د دغه ځمکې د اوسېدونکو نجونو لپاره عدالت عدالت، موږ کار غواړو، موږ درس غواړو، له تبعیض څخه خسته یو» شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو په یوې اعلامیې کې د طالبانو لخوا د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو بندېدل وغندل او په افغانستان کې د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو خلاصولو غوښتنه وکړه.

د یادو معترضینو په اعلامیه کې له ټولو کورنیو او والدینو څخه غوښتل شوي و چې د خپلو بچیانو لپاره د حق اخیستلو لپاره خپل غږ پورته کړي.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو غوښتلو څخه نه په شا کیږو،د ښځو اساسي حقوق باید ورکړل شي."

د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانیستل شو، خو تر شپږم پورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته د نجونو پر مخ بند شول.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د تیرې چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د طالبانو مشرتابه د پرېکړې په اساس د نجونو تر شپږم پورته ټولګي دې تر امر ثانې پورې بند وی.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده. یو شمېر حقوقي بنسټونو او لوېدیځو هیوادونو یادې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې له زده کړو څخه دنجونو محرومول به د دغه هیواد لپاره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې منفي پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پخپل تازه غبرګون کې له طالبانو غوښتي چې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په دې اړه غبرګونونو او غوښتونو ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې د تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه دوه لیلونه وړاندې کړي و چې لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG