د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ولې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په ژمنه عمل ونکړ؟‌ 


د یو شمیر کارپوهانو په اند پخوا به چې طالبانو څه ویل عمل به یې پرې کاوه چې د کوکنارو د کښت منع کول، په بامیان او کابل کې د بودا مجسمې له منځه وړل او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په وړاندې بې تفاوتي ددې ډول ادعاو ښه بیلګې دي.

خو د تیر کال د اګست په ۱۵ په افغانستان باندې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره ددې ډلې مشرانو په وار وار ژمنې وکړې چې د نجونو ښوونځي به پرانځي. د طالبانو د اعلان له مخې ټآکل شوې وه چې په روانه اونۍ کې د ښوونځیو او لوړو زده کړو مرکزونو دروازې د نجونو پرمخ پرانستل شي، خو طالبانو د نجونو لپاره د شپږم ټولګي پورته تعلیمي مکتبونو پرانستل تر "امر ثاني" پورې وځنډول.

د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونود ښوونځیو او تعلیمي موسسو د پرانستلو د ځنډولو لپاره ظاهراَ دوه دلیلونه ذکر کړي: لومړی د شریعت سره سم د شرایطو برابریدل او دوهم: د افغاني فرهنګ او دود سره سم فضا ایجادیدل، خو ددغو ټاکل شویو معیارونو په اړه یې هیڅ ډول جزییات ندي ورکړي.

د طالبانو دا اقدام نه یواځې دننه په افغانستان کې، بلکې په غربي نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع د یو لړ سازمانونو له لورې د سخت غبرګون سره مخامخ شوی چې د طالبانو دا کړنه یې غندلې او ویلي یې دي چې د نجونو څخه د زده کړو د حق سلبول به پر دې هیواد منفي سیاسي او ټولنیز اغیزې ولري.

دا چې طالبان ادعا کوي، اوسمهال په هیواد کې د نجونو زده کړو ته شرایط د "د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ" مطابق ندي، د دوی ددې تصمیم تر شا نور پټ عوامل څه دي؟‌ کارپوهانو یې اړه د امریکاغږ سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

په کابل کې میشت د بشري حقونو یو فعال چې د امنیتي خطرونو په وجه یې نه غوښتل نوم یې یاد شي د امریکاغږ سره په خبرو کې وویل چې د طالبلانو دا تصمیم څو لاملونه لري: "د نجونو د زده کړو او روزنې او په ټولنه او سیاست کې د ښځو د فعالې ونډې اخیستنې سره د طالبانو حساسیت، یو فرهنګي حساسیت دی؛ په بل عبارت د ښار په وړاندې د کلي حساسیت دی."

د بشري حقونو دغه فعال د طالبانو لومړۍ دورې - ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ - واکمنۍ ته په اشارې وویل: ‌"د طالبانو په لومړۍ دورې واکمنۍ کې نړیوالې ټولنې او د ښځو د بشري حقونو د دفاع بنسټونو د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د اعاده کولو غوښتونکي وو، خو طالبانو هغه وخت ویل که اجازه ورکړي چې ښځې کار او زده کړو ته دوام ورکړي ښایي د خپلو کلیوالو پوځیانو له مخالفت سره مخ شي.

په همدې خاطر د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانستلو او د کار ځای ته د ښځو د تګ موضوع تر امر ثاني ځنډول شوې وه، هغه څه چې له شلو کالو وروسته یې ښځینه زده کوونکو ته وویل چې تر امر ثانې انتظار وباسئ. له دې کبله ویلي شم چې د ښځې د زده کړو او روزنې سره د طالبانو ستونزه فرهنګي مشکل او د کلي او قبیلې تړلی ذهنیت دی، نه دا چې د شریعت او فرهنگ فرهنګ شرایط".

په دوحه کې د افغفانستان د پخواني جکومت شارژدافیر عظیم الله ورسجي هم د امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې طالبان پدې تصمیم سره مختلف هدفونه پرمخ بیایي.

د ښاغلي ورسجي په وینا د ښځو څخه د طالبانو سنتي برداشت – په کور دننه کار او د نسل تولید – د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د نظر یو عامل دی.

ښاغلي ورسجي وویل: "د طالبانو ډله د اسلامي زده کړو څخه هیڅ خبرتیا نلري او دا یواځې د هغوی د قومي او سیاسي اهدافو یوه وسیله ده. د طالبانو له نظره ښونځیو ته د نجونو تلل د ښځو د حق غوښتنې روحیه پراخوي. طالبانو د یوې بدوي ډلې په توګه خپلو لارویانو ته تبلیغ کړې چې په افغانستان کې د بهرنیانو په واسطه د ښځو نه سواستفاده شوې او باید د ناموس نه د دفاع په خاطر جهاد وکړي، اوس حتی که ددې ډلې یو شمیر مشران وغواړي چې نجونې زده کړې وکړي، د خپلو کسانو له ویرې دا کار نه کوي."

په متحده ایالاتوړ کې میشت سیاسي څیړونکی ادریس رحماني هم پدې باور دی چې د طالبانو تصمیم نه شرعي او نه هم فرهنګي جنبه لري، بلکه دوه نور عمده عاملونه لري.

ښاغلي رحماني وویل چې: "د رادیکالو طالبانو د طبقې د سیاسي لرلید اصلي دلیل دادی چې لا هم پدې چرت کې دي چې د قدرتونو ترمنځ په دوامدارو جګړو کې ونډه واخلي." هغه زیاته کړه چې د طالبانو یوې طبقې ته ''حقاني خیلانو" ته د جګړې دوام د عاید یوه ښه منبع ده.

ددې څیړونکي په اند هر څومره چې ټولنه د نورمال کیدو پرمخ ولاړه شي او ښځې په کې فعاله ونډه ولري، د خلکو د ګمارلو لپاره چې "دوه یا درې ښځې" وکړي د "رادیکالو طالب" مشرانو وړتیا راکمیږي. ښاغلي رحماني همداشان وویل چې د ''سخت دریځو او منځمهالو طالبانو تر منځ په کندهار د واک پر سر'' تضادونه هم د نجونو د ښوونځیو د بند پاته کیدو له عواملو څخه دي. هغه زیاته کړه چې د واک پر سر په جنجال کې سخت دریځه طالبان پر اعتدال خوښونکو طالبانو برلاسي شي او هغوی څنډې ته کړي د نجونو ښوونځي به هماغسې بند پاته شي لکه د ۱۹۹۶ تذ ۲۰۰۱ پورې چې ددې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې بند وو. خو هغه ټینګار وکړ چې که میانه رو طالبان برلاسي شي د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو امکان شته.

په کاناډا کې میشت یو افغان لیکوال او مورخ چې نه یې غوښتل د خپلې کورنۍ د امنیت په خاطر یې نوم ذکر شي د امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو داخلي اختلافات ددې تصمیم نیونې عمده دلیل دی، چې د هغه په وینا "یواځې د طالبالنو د له منځه سبب کیدای" شي.

دغه لیکوال وویل: "باید پوه شو چې طالبان یوه [واحده] ډله نده او په خپل منځ کې اختلافات لري. د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بند پاته کیدل د طالبانو یو داخلي سیاسي تصمیم دی او په افغانستان کې د اسلام له تاریخ او فرهنګ سره هیڅ اړیکه نلري. د افغانستان وګړي د ټولو قومونو او سیاسي اړخونو دننه او بهر د طالبانو دا اقدام په بشپړه توګه رد او غندلی دی. طالبانو پدې تصمیم سره خپل لوی قبر کني. د افغانستان خلک یواځې د طالبانو په همدې تصمیم هغوی ته ماتې ورکوي.''

یو شمیر افغان کارپوهانو امریکاغږ ته وویل چې د طالبانو له لورې د نجونو د ښوونځیو تړل او د ښځو د بشري حقونو محدودول د هیڅ قوم د طرز تفکر سره تړاو نلري بلکې دا یواځې او یواځې د طالبي فکر او د طالبانو د ډلې فکري چلند دی.

XS
SM
MD
LG