د لاس رسي وړ اتصالات

له متقي سره د و یسټ 'توافق'؛ د افغانستان د پیسو یوه برخه به خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره دامریکا  د متحده ایالاتو له استازي ټام وسټ سره د لیدنې پرمهال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره دامریکا  د متحده ایالاتو له استازي ټام وسټ سره د لیدنې پرمهال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ټامس ویسټ سره لیدنه کې توافق ته رسېدلي چې د دغه هیواد تازه ازادې شوي پیسې به د مرستې په نوم خیریه موسساتو نه ورکول کیږي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي متقي او ټامس ویسټ د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبري کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان او امريکا دواړو لوريو توافق وکړ چي د افغانستان د مرکزي بانک ۳/۵ مليارده ډالر چي د امريکا د محکمي له دعوې څخه ازادي شوي دي، په هيڅ صورت به د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته لوېدیځو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده ایالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر پانګه چې زیاته برخه یې د متحده ایالاتو په فدرال بانک کې پرته وه کنګل کړې او له طالبانو څخه یې لیري وساتلې.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په تیره فبرورۍ میاشت کې د یو فرمان په لاسلیک کولو سره ویلي‌ و چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالربه له افغانانو سره د بشري مرستو په هدف خیریه موسسوته ورکړل شي او پاتې ۳.۵ میلیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوی پریکړه نه وې شوي.

د بیان له مخې طالب لوري ټینګار کړی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې دې د افغانستان بانک په اختیار کې ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي متقي ویلي چې د افغانستان ټولې بهرنۍ شتمنۍ د افغانستان د خلکو حق دی:"د افغانستان په شتمنیو کي هر ډول تصرف به د دواړو هیوادو په اړېکو ناوړه اغیزه وکړي."

د افغانستان د کنګل شوو پیسو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د وروستي اجرائیوي فرمان په اړه چې ۳.۵ میلیارده یې د سپمټمبر ۱۱ پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړي کوي په افغانستان او بهر کې غبرګونونه را وپارول.

د طالبانو حکومت پر کابل تر حاکمیت وروسته څو ځله د امریکا له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده، خو د امریکا حکومت تر دې مهاله د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

پر همدې مهال دافغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام وسټ که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې د انتالیا فورم ناسته کې یې له طالب استازو سره د افغانستان د ثبات، د اقتصادي ودې،زده کړو او سوداګریزو هوايي پرووازونو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د خلاصېدو هر کلی کوي.

هغه ویلي: "په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د خلاصېدو په ځانګړي ډول د نجونو پر مخ یې دخلاصېدو هر کلی کوم،دا یو مهم ګام دی.هیله مند یم چې د ګډون کوونکو شمېر زیات او چاپېریال د ټولو لپاره مثبت او خوندي وي."

د روانې کب میاشتې پر اوومه نېټه په افغانستان کې د ښځینه او نارینه محصلینو پر مخ پوهنتونونه پرانیستل شول، خو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي لا تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

XS
SM
MD
LG