د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا طالبانو ته: د ټولو پر مخ ښوونځي پرانیزئ


د ملګرو ملتونو امنیت شورا لسو غړو هیوادونو په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندولو په اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانیستل شو، خو تر شپږم پورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته د نجونو پر مخ بند شول.

د امنیت شورا د غړو هیوادونو اعلامیه کې ویل شوي چې تیره اونۍ په میلیونونو افغان نجونو اوښکې توی کړې "موږ نشو کولای چې هغوی ناهیلې کړو."

په یاده اعلامیه کې ویل شوي:"زموږ پیغام روښانه دی،په افغانستان کې ټولې نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هیوادونو ویلي چې زده کړې یو نړیوال حق دی او په دې کې د افغانستان نجونې هم شاملي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده. یو شمېر حقوقي بنسټونو او لوېدیځو هیوادونو یاد پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې له زده کړو څخه دنجونو محرومول به د دغه هیواد لپاره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې منفي پایلې ولري.

طالبانو په دې وروستیو کې له نړیوالو سازمانونو سره ناستو او خبري غونډو کې د نوي تعلیمي کال په پیلېدو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصولو ژمنه کړې وه، خو د تیرې چهارشنبې په ورځ یې یاده پرېکړه تر امرثاني پوري وځنډول.

خو امنیت شورا د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه د دوی د کړو ژمنو خلاف بللې ده او زیاته کړې ده چې د یو باثباته او خوندي افغانستان لپاره باید وړتیاوې له لاسه ورنکړل شي.

د امنیت شورا په دغه اعلامیه کې له طالبانو څخه غوښتل شوي: "د ټولو پر مخ ښوونځي پرانیزئ.د هیواد د ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره د زده کړو چاپېریال رامنځته کړئ."

تیره اونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډ، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او ناروې حکومتونو او د اروپايي ټولنې عالي استازو په یوې ګډې اعلامیې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه وغندل او له هغوی یې وغوښتل چې خپله پرېکړه ژر بېرته واخلي.

بلخوا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۵) وروسته له هغې په قطر کې د طالبانو له مقاماتو سره خپلې لیدنې کتنې ناڅاپه لغوه کړې چې طالبانو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړه.

XS
SM
MD
LG