د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ کې سلګونه "یاغیان" نیول شوي دي


په هالنډ کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د شپې ګرځبندیز لګول شوی

په هالنډ کې پولیسو ۴۷۰ هغه اعتراض کوونکي نیولي دي چې د شپې د ګرځبندیز په ضد راوتلي‌ وو. پولیس دوی یاغیان بولي.

د هالنډ حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د شپې په تګ راتګ او ګرځېدو بندیز لګولی دی.

پولیسو یوازې تېره شپه ۱۸۰ تنه نیولي دي‌ او تر هغه مخکې یې نزدې ۳۰۰ نور کسان نیولي وو. دا درېیمه شپه ده چې خلک د دغې پرېکړې په ضد راوځي.

پولیس د اعتراض کوونکو دا ډله "یاغیان"او "بلواګر"بولي.‌ اعتراض کوونکو د مرکز امستردام او د هالنډ په ځینو نورو ښارونو کې په پولیسو ډبرې وار کړي، په سړکونو کې یې اورونه بل کړل، یو شمېر موټرونه یې سوځولي او ځينې هټۍ یې او مغازې یې لوټلې دي.

له دویم نړیوال جنګ را وروسته دا لومړی ځل دی چې په هالنډ کې د شپې ګرځبندیز لګول کیږي. د هالنډ د سولې انستیتوت دا غوښتنه کړې وه چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د هالند د پولیسو ویاندې سوزان وان دی ګرافد سه شنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه ۷) وویل: «موږ په تېر وخت کې هم داسې بلواګري لېدلې وه، خو دا چې څو شپې وي او په ټول هېواد کې کې وي، کمسارې ده. دا پېښې په څو مشخصو ځایونو کې نه وې، بلکې ډېرې پراخې وې.»

د بلوا ضد پولیس د هالنډ په څه باندې لسو ښارونو کې ځای په ځای شوي، په اکثریت ښارونو کې اضطراري حالت اعلان شوی او پولیسو ته صلاحیت ورکړل شوی چې مشکوک کسان وپلټي.

چارواکي وايي د معترضانو او پولیسو ترمنځ اخ ډب کې لږ تر لږه لس پولیس ژوبل شوي دي.

په هالنډ کې د جمعې د شپې راهېسې د شپې ګرځبندیز پیل شوی دی.

د هالند حکومت د تېر ډسمبر راهېسې ښوونځي او غیر ضروري مغازې تړلي او تر دې مخکې یې مۍ خانې او رستورانتونه هم تړلي وو.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو. تر دې دمه د کرونا له کبله په هالنډ کې ۱۳۶۸۶کسان مړه شوي او نژدې یو میلیون نور په دغه ویروس اخته دي. هالنډ څه باندې ۱۷ میلیون نفوس لري.

XS
SM
MD
LG