د برازیل چارواکي وايي، د پخواني ولسمشر هایر بولسونارو لږ تر لږه ۲۰۰ پلویان یې نیولي چې د یکشنبې په ورځ جنوري ۸ (مرغومي ۱۸) یې ددغه هېواد د سترې محکمې، کانګرس او ولسمشرۍ ماڼۍ په ودانیو برید وکړ.
په زرګونو مظاهره چیانو پرون په پلازمینه برازیلیا کې پر دولتي ودانیو برید وکړ. په یوې ویډیو کې ښودل کیږي چې بریدکوونکي د ودانیو چتونو ته ختلي او کړکۍ ماتوي. اسوشیتډ پریس راپور ورکړی چې د برید په پایله کې د ودانیو داخل په کنډوالو بدل شوی دی.
برازیلي چارواکو ویلي چې دوی غواړي له مظاهره کوونکو حساب واخلي او د برید کوونکو د پیژندلو دپاره پر ودانیو د ګوتو نښې معاینه کوي او اخیستل شوي عکسونه او ویډیوګانې ګوري.
د برازیل د عدلیې وزیر فلاویو ډینو وویل چې حکومت به دا هم ومومي چې د هغو سلګونو بسونو لپاره چا پیسې ورکړي چې بلواګر یې برازیلیا ته لېږدولي وو.
د بولسونارو ملاتړي غواړي چې هغه بیرته واکمن شي او د اردو څخه یې په همدې موخه د کودتا غوښتنه کړې. بولسونارو په اکتوبر کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا په وړاندې ماتې وخوړه، دا سلوا تېره اونۍ د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
بالسونارو د لولا د لوړې کولو څخه مخکې برازیل پریښود او دا وخت د متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې اوسیږي.
د برازیل پر حکومتي ودانیو د لاریون کونکو برید د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري شپږمې د امریکا د کانګرس په ماڼۍ باندې د لاریون کوونکو برید ته ورته ګڼل شوی. که څه هم د امریکا پر کانګرس د برید پر مهال په دغې ودانۍ کې غونډه روانه وه خو په برازیلیا کې ودانۍ تر ډېره خالي وې.
پر دولتي ودانیو باندې د بولسونارو د ملاتړو د برید په اړه د مخکینیو خبرداریو سره سره ویل کیږي چې په پایتخت کې ددغو مظاهرو پر مهال په لوی شمېر پولیس او نظامي پرسونل موجود نه و.
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا د یکشنبې په ورځ وویل: "د هغه څه لپاره هیڅ مثال نشته چې دوی تر سره کړل او دا خلک باید مجازات شي."
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په برازیل کې لاریونونه "ناوړه" بللي دي.
د بایډن د ملي امنیت سلاکار، جیک سلیوان، په ټویټر کې لیکلي چې متحده ایالات "په برازیل کې د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو هر ډول هڅې غندي."
د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپیکس اوبراډور وویل: "د برازیل د محافظه کارانو لخوا د کودتا هڅه، اقتدار طلبي او توکمپالنه د غندنې وړ او غیر ډیموکراتیک عمل دی. لولا یوازې نه دی، هغه د خپل هیواد، مکسیکو، د امریکا لوې وچې او نړۍ ملاتړ له ځانه سره لري."
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په ټویټر کې لیکلي دي: "پر ډیموکراټیکو بنسټونو له تاوتریخوالي ډک برید پر دیموکراسۍ برید دی چې د زغملو وړ نه دی." او زیاته کړې یې ده چې جرمني د برازیل د اوسني ولسمشر تر شا ولاړ دی.