د لاس رسي وړ اتصالات

ایران، چین او روسیه کې مظاهرو د ډیموکراسۍ ملاتړي هیله من کړي


د ډیموکراتیکو او زورواکه رژیمونو څارونکي په ایران، چین او روسیې کې وروستۍ مظاهرې او خوځښتونه د پام وړ بولي او خبرداری ورکوي چې په دغو دریو هیوادونو کې زورواکه رژیمونه ځواکمن دي او د دیکتاتورانو د راپرځولو دپاره ځانګړو شرایطو ته اړتیا ده.

تېر سپتمبر په ایران کې د حجاب نه مراعتولو په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني له نیول کېدو او د پولیسو په توقیف کې له وژل کېدو وروسته ددغه هېواد په لسګونو زرو خلکو په مظاهرو لاس پورې کړ.

شنونکي وايي دغې پېښې په ټول ایران کې د خلکو سخت احساسات ځکه را وپارول چې ډیرو ایرانیانو خپلې لوڼې، ښځې او خویندې له عین وضعیت سره مخامخ لیدلې.

په چین کې هم لویې مظاهرې او د ولسمشر شي جینپینګ د استعفا غوښتنې وشوې. دغه مظاهرې د کرونا وبا د مخینوي لپاره د قرنطین او ګرځبندیز په ځواب کې پیل شوې.

د چارو شنونکي وايي، په روسیې کې که څه هم په زرګونو کسان په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاسي مخالف الکسي نوالني د نیول کېدو له امله سړکونو ته راووتل، خو د مظاهرو خوځښت دومره شور جوړ نه کړ. د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې برید او عسکرۍ ته د زرګونو روسانو د جلبولو دپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین فرمان د یو لړ مظاهرو لامل شو.

شنونکي وايي مظاهره کوونکو په ایران، چین او روسیې کې د زوراکه رژیمونو په پالیسیو کې یوڅه بدلونونه رامنځته کړل د بیلګې په توګه، د پراخو اعتراضونو په پایله کې چین اړ شو چې د کرونا وبا له امله لګېدلي بندیزونه نرم کړي.

د روسیې په اړه کارپوهان وايي، پراخ اعتراضونه او ددغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو اختلاف ښايي پوتین کمزوری کړي.

د شمالي کرولاینا پوهنتون د سیاسي علومو استاد ګریم رابرتسن وویل: "که چیرې دوی فکر وکړي چې د مشر له تګ وروسته، ښايي وکولی شي له احتمالي مظاهره کوونکو سره لاس یو کړي په دې خاطر چې د دوی پرضد راپورته نشي، کیدای شي دا کار ډیر خلک تشویق کړي چې مظاهرې وکړي."

شنونکي په ایران کې پراخې مظاهرې مثبتې ګڼي خو زیاتوي چې د رژیم امنیتي سکتور له مظاهره کوونکو سره یو ځای نشو.

د سټراټژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز څېړونکې نتاشه هال وویل: "او بالاخره باید دغه انقلاب یو مشر او یو ډول یو موټی کوونکی شخصیت ولري چې د رژیم له پرځېدو وروسته خلک پرې راټول شي او د رژیم عناصرو ته د وتو لار ورکړي."

څېړونکي وايي مظاهره کوونکي په یوه هیواد کې له اقتصادي بحران څخه ګټه پورته کولی شي، دوی کولی شي چې خپل تاکتیک بدل کړي او د کلونو لپاره مظاهرو ته دوام ورکړي.

دوی زیاتوي مظاهره کوونکي باید تاوتریخوالی ونه کړي او په ټکنالوژۍ باندې پوه وي چې رژیمونه ونشي کولی دوی تعقیب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه مایکل میلر وویل: "د یوه هیواد ډیر خلک او نړیوال د مظاهرو له داسې یوه خوځښت څخه ملاتړ کوي، چې تاوتریخوالی نه کاروي."

څېړونکي وايي که څه هم دغه خوځښتونه رژیمونه نشي راپرځولی، خو خلکو ته هیلې ورکولی شي.

د ستنفورډ په پوهنتون کې د ډیموکراسۍ کارپوه لري ډایمنډ وویل: "زه فکرکوم د هیلو پیغام یې په ښکاره توګه لېږدولی دی او هم داچې دغه رژیمونه د خلکو پراخ ملاتړ له ځان سره نه لري."

کارپوهان زیاتوي د خلکو د پراخ ملاتړ په کمېدو سره د یوه رژیم مشروعیت هم کمیږي.

XS
SM
MD
LG