د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو څلورمه ورځ


د هند په ختیځ کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې چې د دین او مذهب په اساس د تابعیت ورکولو د قانون د تصویب کیدو په غبرگون کې پیل شوي، نن د دسمبر ١۴ یې څلورمه ورځ ده.

د بنگال په ایالت کې مظاهره کوونکو لږ تر لږه ١٥ ښاري بسونه او د ریل گاډي شپږ مرکزونه سوزولي دي او ترانسپورتي خدمتونه یې گډوډ کړي دي.

د نرندرا مودي حکومت ویلي چې د تابعیت نوی قانون هغو مسیحیانو او هندوانو ته چې د بنگله دیش، پاکستان او افغانستان په څیر له مسلمانو هیوادونو څخه تښتي په هند کې ورته د تابعیت ورکولو زمینه برابروي.

خو منتقدین پدې باور دي چې د تابعیت ورکول که مسلمانان په کې شامل نشي د هند د دولت سکولر بنسټونه کمزوري کوي.

په پارلمان کې ددغه قاون د تصویب راهیسې د هند په مختلفو برخو کې اعتراضونه شوي، خو تر ټولو سختې مظاهرې په ختیځو ایالتونو کې شوي چې د بنگله دیش څخه راغلي مهاجرین په کې اوسیږي.

په شمالي ایالت اوتر پردیش کې هم مظاهرې شوي دي؛ مسلمانان په کورونو گرځیدلي او له خلکو یې غوښتي چې په مظاهرو کې گډون وکړي. پدې ایالات کې د علیګړ مسلم پوهنتون محصلینو هم مظاهرې کړې او کور په کور یې د مسلمانانو نه غوښتي چې سبا د یکشنبې په ورځ پراخه مظاهرو کې برخه واخلي. محصلینو ویلي چې دا قانون د مسلمانانو سره تبعیض دی او تر هغه وخته به مظاهرې کوي چې قانون بدل شوی نه وي.

د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې هم په سلگونو کسانو ددې قانون په ضد مظاهرې کړي، خو دغه مظاهرې تر ډیره سوله ییزې وې.

دوه ورځې مخکې په اسام ایالت کې د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه یو تن مظاهره کوونکی ووژل شو.

د دین په اساس د هند د تابعیت ورکولو لایحه لومړی ځل په ٢٠١٦ کال کې د نرندرا مودي د ملتپاله دولت له لورې پیشنهاد شوه. خو د اعتراضونو په وجه په قانون بدله نه شوه.

د مذهب په اساس هغو اقلیتونو ته د تابعیت ورکول چې په مسلمانو هیوادونو کې تر فشار لاندې دي د نرندرا مودي د انتخاباتي کمپاین د شعارونو له جملې څخه وو.

XS
SM
MD
LG