د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: د انتخاباتو د جعلي نتیجو په صورت کې موازي حکومت اعلانوو


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په ځنډیدو باندې په انتقاد سره خبرداری ورکړی چې د تقلب په نتیجه کې رامنځ ته شوی حکومت نه مني او پر وړاندې یې تر مرگه دریږي.

ښاغلي دوستم د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ١٣ (سلواغې ٢۴) د شبرغان په ښار کې د امیر علي‌شیر نوایي او ظهیرالدین ‌محمد بابر، د یادښت په مراسمو کې په پخپله وینا کې خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو د جعلي نتیجو په صورت کې به د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت اعلان کړي.

عبدالرشید دوستم پخپله په هیڅ انتخاباتي ټکټ کې غړیتوب نلري خو عنایت الله بابر فرهمند د هغه له ادرسه د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او همغږۍ د ټیم د لومړي مرستیال په توگه معرفي شوی دی.

د جمهوري ریاست انتخابات د ١٣٩٨ کال د تلې د میاشتې په شپږمې نیټې وشول او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ١٣٩٨ کال د جدي په لومړۍ نیټه د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني ٥٠.٦۴ فیصده او عبدالله عبدالله ٣٩.٥٢ فیصده رای گټلې وې.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټیم له هماغه پیل څخه ځان گټونکی اعلان کړ او د کمیسیون له لورې یې د لومړنیو نتیجو اعلانول د "قانون له احکامو" څخه څرگنده سرغړونه وگڼله.

تر اوسه د افغانستان حکومت د ښاغلي دوستم څرگندونو ته غبرگون ندی ښودلی. خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ښاغلي دوستم د څرگندونو په غبرگون کې ویلي چې دغه کمیسیونونه په بشپړه خپلواکۍ د اساسي قانون د احکامو سره سم او د پردې شاته د لاسوهنو پرته په شفافه توگه خپل کار ته دوام ورکوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حق‌پرست، د امریکا غږ ته وویل چې ددې کمیسیون ټول ماموریتونه د ناظرین او شاهدانو په مخ کې ترسره کیږي. هغه وویل هر هغه څوک چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کار او د د انتخاباتو د بهیر په اړه شکایت لري باید هغه په مستنده توگه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري."

ملگرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو د کار په شفافیت باندې په ټینگار سره له کاندیدانو غوښتي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجو ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ١٢ د امریکا غږ سره په مرکه د افغانستان د انتخاباتو او ددې بهیر څخه د اروپایي ټولنې ملاتړ څرگند کړ.

ښاغلي مایدون وویل د انتخاباتو د نتیجو د اعلان ځنډیدل د دې پروسې د شفافیت لپاره ښه دي. هغه زیاته کړه چې: "مونږ ډاډمن یو چې دغه پروسه شفافه ده او دا زمونږ یوه اړخیزه موندنه نده، کله چې مونږ د ٢٠٠٩ او ٢٠١۴ کلونو د انتخاباتو له ناظرینو، متخصصینو او د دخیلو اړخونو سره خبرې وکړې، مونږ ته یې وویل چې د هغوی په اند د ٢٠١٩ انتخابات په افغانستان کې تر ټولو شفاف انتخابات وو."

XS
SM
MD
LG