د لاس رسي وړ اتصالات

کویټه کې د طاهر داوړ پر مړینې د «پي ټي ایم» احتجاجي غونډه


په کویټه کې د پښتون ژغورنې غورځنگ احتجاجیه غونډه
په کویټه کې د پښتون ژغورنې غورځنگ احتجاجیه غونډه

د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر څارنې لاندې په کویټه کې نن د جمعې په ورځ (نوامبر ١٦) د محمد طاهر داوړ پر مړینې اعتراضیه غونډه وشوه.

په غونډه کې چې د ورک شویو بلوڅانو د سازمان په ګډون د مختلفو ټولنیزو سازمانونو غړو ګډون کړی و په کې په مرموزه توګه د طاهر داوړ تښتونه او وژنه په کلکه وغندل شوه.

طاهر داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی و، شاوخو دوه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې وتښتول شو او بیا یې مړی د ډیورنډ کرښې ته نژدې په ننګرهار کې وموندل شو.

د ننګرهار قومي مشرانو د هغه مړی د ډیورنډ د بلې غاړې قومي مشرانو ته وسپاره.

د کویټې احتجاجيه غونډه ته په وينا کوونکو کې د پښتون ژغورني غورځنګ د جنوبي پښتونخوا مشر حسين اغا وکيل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانۍ غړې عارفه صديق، ماما قدير بلوڅ، نصرالله بلوڅ او ځينو نورو مشرانو او ځوانانو ويناوي وکړې.

د کویټې د احتجاجیه غونډې یوه څنډه
د کویټې د احتجاجیه غونډې یوه څنډه

حسين آغا د طاهر داوړ د وژلو د غندنې په ترڅ کې پر حکومتي او استخباراتي ادارو کلکې نيوکي وکړې او د د تښتونې او مرګ د پېښې روښانه کېدل یې وغوښتل.

د پاکستان په کویټه کې دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې د طاهر داوړ د قضیې د غندنې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخې غونډې په پام کې لري.

د پنجشنبې په ورځ (نوامبر ١٥) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تور ولګوه چې د دغه غورځنګ د ملاتړی پولیس افسر طاهر داوړ د پاکستاني ریاست تر واک لاندې وژل شوی.

ښاغلي پشتین وویل چې: "طاهر داوړ په کومې انتحاري حملې کې نه دی وژل شوی او نه هم د چا لخوا په نښه شوی دی، داوړ د هغه له کور څخه ویستل شوی او بیا وژل شوی."

ښاغلي پښتین په ښکاره د پاکستان د حکومت نوم وانخیست دا یې وویل چې په اسلام آباد کې یواځې د پاکستان د دولت واک چلېږي او یواځې د پاکستان دولت کولی شي دغسې یو کار وکړي.

منظور پشتین وویل:" هغه کسان چې د پښتنو د حق غوښتنه کوي، له دغې خاورې څخه ورکېږي او وژل کېږي، نه خو ورته اسلام آباد خوندي دی، نه کراچۍ او نه هم پېښور او وزیرستان".

د طاهر داوړ د مړینې په هکله د منظور پشتین څرګندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:25 0:00

​د کویټې په غونډه کې د ورک شویو بلوڅانو د سازمان یو مشر ماما قدير بلوڅ وويل، چي د ايس پي داوړ د تښتولو او وژلو پېښه لومړۍ پېښه نه ده بلکې داسي په سلګونو پېښي د دې وطن له بچانو او ښاريانو سره تر سره شوي دي او په ځانګړې توګه له بلوڅانو او پښتنو سره چي کومي پېښي تر سره کېږي، موږ د هغوی د سپيناوي او څرګندولو غوښتني کوو."

ددغې احتجاجي غونډي پر مهال پوليسو او نورو امنیتي ادارو امنیت نیولی و.

رپوټ: جمیل خان د امریکا غږ خبریال

XS
SM
MD
LG