د لاس رسي وړ اتصالات

ګلالۍ اسماعیل: ISI وایي زه د پښتنو ذهنونه خرابوم


ګلالۍ اسماعیل د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې او د شځو دحقونو فعاله ده
ګلالۍ اسماعیل د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې او د شځو دحقونو فعاله ده

د پښتون تحفظ تحریک یوه فعاله غړې ګلالۍ اسماعیل وایي، د پاکستان په قانوني ادارو باور لري او د عدالت تمه لري.

د پاکستان «آي ایس آي» د پښتون تحفظ تحریک په فعالې غړې ګلالۍ اسماعیل د پاکستان نه د باندې په وتلو بندیز لګولی او پر هغې یې تور لګولې چې هغه "د پښتون تحفظ تحریک لپاره په خارج کې پیسې راټولوي" او "د پښتنو ذهنونه خرابوي".

ګلالۍ اسماعیل د امریکا غږ پښتو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې پر هغې تور لګولی دی چې"د پښتون ژغورنې تحریک لپاره بهر ملکونو کې پیسې راټولوم او همدغه ډول زه د پښتنو ځوانانو ذهنونه خرابوم."

په پاکستان کې د پښتون تحفظ حرکت په ملاتړ راټولې شوې مېرمنې
په پاکستان کې د پښتون تحفظ حرکت په ملاتړ راټولې شوې مېرمنې

​ګلالۍ اسماعیل وایي، دغه بې بنیاده تورونه دي او باور لري چې دا به یو ځلې بیا بېګناه ثابته شي.

ګلالۍ وویل "زما په محکمو باور دی چې زما سره به انصاف کېږي، ځنګه چې د صوابۍ په محکمې زه بېگناه ثابته شوم هم دغه ډول به زه په عالي محکمې کې بېگناه ثابته شم."

تېره میاشت چې کله ګلالۍ اسماعیل د لندن څخه بېرته اسلام اباد ته سفر کاوه له هغې نه پاسپورټ واخیستل شو او د یو څو ساعتونو لپاره په توقیف کې وساتل شوه.

د ګلالۍ اسماعیل د توقیف ضد په ټولنیزو رسنیو د هغې د پلویانو ترڅنګ د بشري حقونو فعالانو او د بخښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان د حکومت دغه اقدام په سختۍ وغنده چې څو ساعته وروسته بیا هغه په موقتي ضمانت خوشې کړل شوه.

د ګلالۍ اسماعیل نوم د هغه کسانو په لسټ کې د اچولو نه وروسته چې د ملک نه د باندې سفر نشې کولی، په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالانو په ټولنیزو رسنیو خپل اعتراض څرګند کړ.

د «پي ټي ایم» یو اساس ایښودونکي مشر محسن داوړ امریکاغږ ته وویل چې د ګلالۍ اسماعیل سره چې د پاکستان ریاست کوم ډول چلند وکړ، هغه غندي او هغوی به د پاکستان د کردار د اصلاح کوښښونه ته دوام ورکړي.

محسن داوړ
محسن داوړ

داوړ زیاته کړه "ګلالۍ اسماعیل ته ټوله نړۍ په ښه نظر ګوري چې هغې په سیمې کې د بشري حقونو لپاره کوم خدمات کړي دي، خو زموږ په ملک کې د ګلالۍ او ملالۍ سره دا چلند کېږي، خو د خادم رضوي ډول خلک چې تشدد کوي، د هغوی سره موافقې کېږي."

فرحناز اسفهاني چې پاکستانۍ سیاستواله او لیکواله ده، په خپل ټویټر ولیکل "په پاکستان کې اداري اصل حکومت دی، د پاکستان حکومت د ګلالۍ نوم د آي ایس آی په وړاندیز په دغه لسټ کې شامل کړی دی."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې «آي. ایس. آي» په دې اړه تروسه هېڅ تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG