د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پر اتومي موافقې خبرې بیا په ویانا کې پیل شوې 


ایراني چارواکي وايي‌ خبرې ژورې مرحلې ته داخلې شوې
ایراني چارواکي وايي‌ خبرې ژورې مرحلې ته داخلې شوې

د ایران، امریکا او د نړۍ زبر ځواک هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته د بیا ګرځېدو په هدف، نن دوشنبه جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) په ویانا کې مذاکرات بیا پیل شول.

دغه تړون د ایران اتومي پروګرام محدودوي خو په بدل کې به په دغه هېواد باندې بندیزونه لېرې کیږي. د ویانا خبرې څو ورځې مخکې د نوي کال د رخصتۍ له کبله ځنډول شوې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې «مذاکرات ژورې مرحلې ته ننوتلي» دي.

سره له دې چې تهران او واشنګټن په خبرو کې د ځینو پرمختګونو یادونه کوي، ایران په امریکا انتقاد کوي چې «ډېرې غوښتنې» لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تېره اونۍ وویل دا به له وخته مخکې خبره وي چې ووایو ایران د خبرو اوسنۍ مرحلې ته «له ډېر رغنده چلند» سره راغلی دی.

دواړو اړخونو داسې اشارې ورکړې چې په بشپړ ډول به اتومي تړون ته بیا ورګرځي. دا خبرې د تېرکال په اپریل کې پیل شوې چې د چین، بریتانیا، فرانسې، جرمني او روسیې استازي په کې د ایراني استازو سره غږېږي او امریکا په غیر مستقیمه توګه په کې برخه لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸کال کې په یو اړخیزه توګه له ایران سره د ۲۰۱۵ د اتومي موافقې څخه ووت او په تهران باندې یې ټول اقتصادي بندیزونه له سره ولګول.

ایران هم د امریکا د دې اقدام په ځواب کې د خپلو غني شویو یورانیمو اندازه زیاته کړه او هم یې تر شلو فیصدو پورته د یورانیمو غني کول پیل کړل.

په همدې حال کې فرانسې د جمعې په ورځ د ایران له لوري د راکټ سټلایټ توغول غندلي او ویلي‌ دي چې دا کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې خلاف دی او په ویانا کې د روانو خبرو په دې حساسې مرحلې کې به «پښیماني» ولري.

اخوا اروپایي چارواکو خبرداری ورکړی که ایران خپل اتومي فعالیت همدغسې روان وساتي‌، شاید دغه اتومي موافقه «متروکه» شي.

د دغه راپور ځینې معلومات د فرانسې خبري اژانس، اسوشیتډپرس او رویټرزې څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG