د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې او تاجیکستان ولسمشرانو په افغانستان خبرې وکړې 


امانویل مکرون، او امام علی رحمان په پاریس کې د کتنې پر وخت
امانویل مکرون، او امام علی رحمان په پاریس کې د کتنې پر وخت

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، او د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان، د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) په پاریس کې د کتنې په ترڅ کې په افغانستان اړوند موضوعګانو خبرې وکړې.

ښاغلي مکرون د خبرو دمخه خبریالانو ته وویل: "مونږ به ولسمشر سره (په افغانستان کې) د وضعیت د ثبات لپاره د تاجیکستان سره د فرانسې د مرستې په اړه خبرې وکړو."

ښاغلي مکرون ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د احتمالي خطرونو په مقابل کې د تاجیکستان د دولت سره مرسته وکړي.

تاجیکستان چې د افغانستان سره څه دپاسه ۱۳۵۷کیلومتره پوله لري په وار وار یې په افغانستان کې د جګړو او ناارامیو او ددې هیواد څخه تاجیکستان ته د ترهګرو د نفوذ د پراخیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي رحمان دمخه ویلي وو چې په افغانستان کې سیاسي، بشري او د دولتي ادارو کړکیچ د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی "زمونږ دولت او خلک نشي کولای ددې هیواد (افغانستان) د کړکیچ په اړه بې تفاوته پاته شي".

ښاغلي مکرون د تاجیکستان ولسمشر ته وویل: "مونږ ستاسې د رول، ژمنې او ستاسې د غوښتنې هرکلی کوو چې په سیمه کې بدلونونه د ثبات عمده عوامل دي."

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې باید "د ترهګرو ډلو سره او همداشان د هغو ارزښتونو په سر چې مونږ یې دفاع کوو په ځانګړې توګه د ښځو په حرمت هیڅ ډول سازش" ونشي.

ښاغلي رحمان ددې هیواد په جنوبي سرحدونو کې د تروریستي ډلو د رامنځته کیدو په اړه اندیښنه وښودله او وویل چې د فرانسې هیواد په اروپا کې د خپل "باور وړ شریک" ګڼي.

پداسې حال کې چې نور ګاونډي هیوادونه ددې جملې نه اوزبیکستان دمخه له طالبانو سره اړیکې نیولي دي، د تاجیکستان مقاماتو د طالبانو سره د هر ډول ارتباط نیولو څخه ډډه کړې ده.

له دې دمخه هم ښاغلي رحمان د طالبانو ډله د یو پراخ بنسټه دولت په جوړولو کې په خپلو ژمنو باندې په نه دریدلو تورنه کړې وه او ویلي یې وو چې که د افغانستان حکومت ټول شموله نه وي او ددې هیواد د ټولو قشرونو او ډلو استازیتوب ونکړي هغه به یې په رسمیت ونه پيژني.

XS
SM
MD
LG