د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: لویدیځ خونړۍ او خطرناکه لوبه کوي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي چې را راونه لسیزه به د دویم نړیوال جنګ د پای ته رسیدو راپدیخوا تر ټولو خطرناکه وي.

ښاغلي پوتین پنجشنبه اکټوبر ۲۷ (لړم ۵) په یوې وینا کې چې د بهرنۍ پالیسۍ په یوې غونډې کې یې کوله په لویدیځو هیوادونو تور ولګاوه چې په نړۍ د واک لرلو کوښښ کوي.

د روسیې مشر د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیست خو په مسکو کې د بهرنۍ پالیسۍ پدې غونډې کې یې وویل چې " لویدیځ په تیري کوونکي توګه او بې صبرۍ" غواړي چې په یوازې ځان په بشریت واکمني وکړي.

پوتین همدارنګه وویل چې د نړۍ خلک نور د دې کار زغم نلري.

سره لدې چې متحده ایالات او متحدین یې په روسیې تور لګوي چې په ګاونډي هیواد اوکراین یې په بې موجبه توګه یرغل کړی او له همدې کبله یې په مسکو او پخپله پوتین بندیزونه هم لګولي خو د روسیې مشر پخپلو خبرو کې غرب تورن کړ چې د هغه په قول خطرناکه، خونړۍ او چټله لوبه کوي.

ولادمیر پوتین پخپلو خبرو کې د اوکراین د جګړې یادونه وکړله او په لویدیځ یې تور پورې کړ چې مسکو یې ددې جګړې لپاره پارولی.

د تایوان د ټاپو په شاوخوا کې پارونې، د نړیوال خوراکي او انرژۍ بازار بې ثباته کوونه او اروپا ته د ګازو د پایپ لاین ورانول هغه څه دي چې د روسیې جمهور رئیس یې ملامتي په غربي هیوادونو واچوله.

د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي پوتین د څرګندونو په غبرګون د سپینې ماڼۍ د یوې سرچینې په حوالې لیکلي چې دا خبرې نوې ندي او د اوکراین په ګډون د ستراتیژیکو اهدافو په هکله د کوم شي څرګندونه نکوي.

د روسیې جمهور رئیس دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د "ملي دفاع په تګلارې" کې چې د دفاع وزارت یا پنټاګان پنجشنبه اکټوبر ۲۷ (لړم۵) خپره کړې چین او روسیه د امریکا ملي ګټو پر ضد پدې هیواد کې دننه او د باندې د بنسټیز ګواښ په توګه یاد شوي.

پدې سند کې راغلي، " د متحده ایالاتو د ملي امنیت لپاره ګواښونه د چین هغه جبري او تیري کوونکي هلې ځلې دي چې د هند – آرام سمندر د سیمې د بڼې د بدلولو لپاره او داسې نړیوالې نظام لپاره یې کوي چې خپلې ګتې یې پکې وې او د مستبدانه نظام سره یې سمې وې".

په تګلارې کې د تایوان د خودمختارې ټاپو په هکله د چین تندې څرګندونې د بې ثباته کوونکي عامل په توګه یادې شوې او پکې ویل شوي چې پدې هکله ناوړه محاسبه د سیمې سولې او ثبات ته ګواښ دی.

بیجنګ د تایوان ادعا کوي او دا یې هم ویلي که اړتیا یې پیښه شي دا ټاپو به په زور ونیسي.

د متحده ایالاتو په دفاعي تګلارې کې د روسیې په برخې کې ویل شوي چې هغه ګواښ چې د روسیې لخوا متوجه دی په اوکراین د دې هیواد بې موجبه تیري څخه څرګندیږي.

په سند کې راغلي چې پنټاګان به د متحدینو په ګډون د متحده ایالاتو د مهمو ګټو پر ضد د روسیې د تیري د مخنیوي د قوي هلو ځلو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په تګلارې کې همدرانګه د اتحادي هیوادونو او نورو شریکانو سره د همکارۍ په اړتیا ټینګار شوی څو د هغو خطراتو سره مبارزه وشي چې د چین او روسیې لخوا متوجه دي او دا همکاري د "متحده ایالاتو د ملي امنیت ګټو ته بنسټیزه بلل شوې".

په یو بل راپور کې چې د ملي دفاع د دې تګلارې سره په یو وخت کې د امریکا د اتومي وسلو د چمتووالي په هکله خپور شوی ویل شوي چې د دې وسلو د جبه خانې هدف د هغو بهرنیو اټومي او غیر اټومي بریدونو مخنیوی دي چې ستراتیژیک عواقب لري.

د پنټاګان یو جګپوړي چارواکي د اتومي وسلو څخه د کار اخیستو هکله خبریالانو ته وویل ، "پدې کې په هرې اندازې د اتومي وسلو څخه کار اخیستل شامل دي چې د ستراتیژیک ماهیت هغه بریدونه هم پکې شامل دي چې په لوړه کچه عواقب لري".

د همدې سند په یو غیر محرمې نسخې کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته د اټومي وسلو څخه د کار اخیستو په خاطر جدي خبرداری هم ورکړل شوی.

په تګلارې کې ویل شوي، " د شمالي کوریا لخوا په متحده ایالاتو او یا په متحدینو یې هر ډول اتومي برید نه منل کیدونکی دی او نتیجه به یې د دې رژیم پای وي".

پدې تګلارې کې دا هم ویل شوي چې "هیڅ داسې سناریو نشته چې د کم (شمالي کوریا مشر) د اټومي وسلو څخه کار واخلي، او وپایي".

XS
SM
MD
LG