د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین مکرون ته: غرب باید اوکراین ته د وسلو برابرول ودروي 


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سه شنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوایي ۱۳) د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون، سره په خبرو کې اوکراین ته د پوځي ملاتړ او د وسلو د استولو د بندولو غوښتنه وکړه او کیف یې د جګړې د پای ته رسولو په مذاکراتو کې په نه جدیت تورن کړ.

پوتین په جنګي جنایتونو باندې د اوکرایني ځواکونو په تورنولو سره مکرون ته وویل: "لویدیځ کولای شي د کیف پر مقاماتو باندې په فشار راوړلو او اوکراین ته د وسلو د ورکولو په بندولو سره ددغو دښمنیو په ختمولو کې مرسته وکړي. "

پوتین همداشان ویلي دي چې کیف د نښتو د پای ته رسولو لپاره "جدي کار" ته تیار ندی.

کرملین د اوکراین سره د لویدیځ په پوځي مرستو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام د شخړې د پراخیدو سبب کیږي او مسکو خبرداری ورکړی چې د هر ډول مستقیمې مداخلې په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

د روسیې ولسمشر همداشان د اپریل په ۲۶ وروسته له هغې چې د امریکا د دفاع وزیر د جرمني په رامشتاین پوځي اډه کې اوکراین ته د ۴۰ متحدو هیوادونو له لورې د وسلو د برابرولو د غونډې کوربتوب وکړ خبرداری ورکړ او وویل هر هغه هیواد چې هڅه وکړي د اوکراین په جګړه کې مداخله وکړي د مسکو "د برېښنا په څیر" غبرګون سره به مخامخ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د اپریل په ۲۶ متحده ایالاتو او متحدینو ته یې خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د زیاتو پوځي تجهیزاتو برابرول د درېیمې نړیوالې جګړې د "واقعي" خطر احتمال رامنځته کوي.

ددې ټولو ګواښونو سره سره نن د سه شنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوایي ۱۳) د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د اوکراین پارلمان ته په یوه آنلاین وینا کې د بریتانیا د ۳۰۰ میلیون پونډو (۳۶۷ میلیون ډالرو) پوځي مرستې اعلان وکړ.

پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته دا د یو بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې د اوکراین پارلمان ته آنلاین وینا کوي. هغه وویل چې اوکرایني ځواکونه "د زمریانو په انرژۍ او شجاعت سره" جکړه کوي.

اوکراین ته د بریتانیا تازه پوځي ملاتړ کې الکترونیکي جنګي تجهیزات، د میزایلو ضد رادار سیستم، د زیګنالونو د قطع کولو الې، جي پي اس او په زرګونو شب بینه دستګاوې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG