د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین له اوکراین څخه نیول شوي‌ ماریول ته سفر کړی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن یکشنبه مارچ ۱۹ (کب۲۸) ماریوپول ته،‌ چې په جګړې کې یې له اوکراین څخه نیولی، سفر کړی دی.

د کرملین له لوري په خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې پوتین له هلیکوپتر څخه په ماریوپل کې ښکته کېږي. هغه ماریوپول ته تر سفر څو ساعته مخکې له روسیې سره د کریمیه ټاپوزمې د یو ځای کېدو د نهم کال د نمانځلو لپاره هغې سیمې ته تللی و.

د روسیې ځواکونو له یوې سختې جګړې او محاصرې وروسته د اوکراین ماریوپول ونیوه. پوتین په ویدیو کې لیدل کېږي چې په ښار کې موټر چلوي‌.

کرملین وايي ولسمشر پوتین هلته د موسیقۍ د یو بیا رغول شوي‌ تیاتر لیدو ته هم ورغلی او د رغنیزو چارو راپور یې هم اورېدلی دی.

په ویدیو کې یو اوسېدونکي ښودل کېږي‌ چې پوتین ته وايي، «موږ تاسو ته دوعا» کوو. دغه اوسېدونکی دا سیمه د «جنت یوه ټوټه» یادوي.

فرانس پرس اژانس وايي چې د روسیې دولتي تلویزون د خپرې شوې ویدیو په اساس ښکاري چې پوتین په شپه کې دغې سیمې ته سفر کړی و.

د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین پر سر د پوتین د نیولو حکم وکړ

روسیې په اوکراین باندې د تېر کال په فبرورۍ کې یرغل پیل کړ او له هغه را وروسته لومړی ځل و چې پوتین د دونباس سیمې ته سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د چین ولسمشر شي جینپینګ په همدې اونۍ کې مسکو ته سفر وکړي. بیجینګ دا «د سولې سفر» بللی او وايي هڅه کوي چې د اوکراین په جګړې کې منځګړتوب وکړي. چین له دواړو خواو غوښتي چې خبرې وکړې او مشکل د خبرو له لارې حل کړي.

په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته ناټو غړي هېوادونه له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د روسیې په ضد دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG