د لاس رسي وړ اتصالات

قطر په افغانستان کې سفارت پرانیزي


د قطر د بهرنیو چارو وزارت
د قطر د بهرنیو چارو وزارت

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په افغانستان کې سفارت پرانیزي.

د قطر د امیر په فرمان کې ویل شوي دي چې سعید مبارک الخیارین الهاجري د افغانستان لپاره سفیر ګمارل شوی دی.

قطر داسې مهال افغانستان ته سفیر استوي چې دغه هېواد د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د روانو مذاکراتو کوربه دی.

ټاکل شوې چې د دواړو خواو ترمنځ شپږم پړاو خبرې ژر پیلیږي.

قطر یوازینی هېواد دی چې طالبانو په کې دفتر لري او استازي یې هلته د امریکایي پلاوي او نورو چارواکو سره خبرې کوي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر یې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG