د لاس رسي وړ اتصالات

آل ثاني: طالبانو مشر ته مې وویل چې د افغانستان نړیوال مشروعیت د ښځو او نجونو تعلیم او کار پورې تړلی


د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په تیر دوبي کې کندهار کې د طالبانو د مشر سره د کتنې په اړه د سي این این تلویزیوني شبکې ته په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ملاهبت الله اخوندزاده سره یې د ښځو د تعلیم او کار په اړوند مسلو سپينې خبرې کړې وې.

دغه مرکه، چې د شنبې په ورځ سپټمبر ۲۳ ( تلې اول) خپره شوه په کې ښاغلي آل ثاني په لومړي ځل کندهار کې د طالبانو د مشر سره د خپلې کتنې په اړه جزئیات څرګند کړي او ویلي دي، چې ددغه سفر پرمهال یې د طالبانو مشر ته وویل، چې که غواړي افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی ‌شي نو ښځو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

ښاغلي آل ثاني د طالبانو مشر ته ویلي، چې قطر د یو اسلامي هیواد په توګه، چې په کې ښځې او نجونې زده کړې او کار کوي د طالبانو لپاره د حکومتوالۍ په برخه کې یوه ښه بیلګه کیدلی شي.

هغه وویل د طالبانو مشر ته یې په څرګنده ویلي، که طالبان غواړي، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی ‌شي نو همکارې دې وکړي او ښځو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

د قطر صدراغظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني ددغه هیواد د استخباراتو د ادارې د مشر او څو نورو قطري چارواکو سره یو ځای د مۍ د میاشتې د ۱۲ (غوایي ۲۱) کندهار ته په سفر کې د لومړي بهرني چارواکي په توګه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره کتلي و.

محمد بن عبد الرحمن آل ثاني سي این این تلویزیوني شبکې ته د ښاغلي اخوندزاده سره د خپلو خبرو په اړه وویل: "په کندهار کې مو ور سره څرګندې خبرې وکړې او داچې که چیرې غواړئ، چې د نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړئ نو اړتیا ده چې له موږ سره همکاري او ګډ کار وکړئ، چې هېواد مو لکه د قطر په څېر یو عصري هېواد شي".

ښاغلي آل ثاني وویل، چې د طالبانو مشر ته یې وویل، چې په قطري ټولنه کې ښځې فعاله ونډه لري او ښځې په دغه هیواد کې د وزیرانو او سفیرانو په ګډون په لوړو منصبونو باندې کار کوي او حتی په لوړو زده کړو موسسو کې ښځو او نجونو شمېر له سړیو څخه هم زیات دی.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې دده د سفر پرمهال طالبانو ورسره په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار په ګډون په ټولنه کې په ټیټه کچه د ښځو په کار کولو موافقه کړې وه.

خو طالبانو د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته نه یوازې دا چې ښځو او نجونو ته په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړې، بلکې افغانستان ته د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د پلاوي د سفر وروسته یې پر ښځو باندې نور محدودیتونه هم لګولي دي.

د طالبانو د حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په برخه کې وروستۍ اقدام د ښځو د سینګارتونونو بندول و، چې له امله یې تر ۶۰ زرو پورې ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړل.

طالبانو په څه باندې تیرو دوو کلنو کې واک ته د رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پرله پسې ډول په خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی. طالبانو ښځې سپورتي کلپونو، عمومي حمامونو او پارکونو ته د تللو څخه هم منع کړي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG